تازه خبرونه
د اوبو بحران او د کورنیو د پېرودلو د ځواک کمښت د افغانستان اقتصادي وده له ننګونو سره مخ کړې
د نړیوال بانک د« افغانستان تازه پرمختګونه» نومي راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې به د هېواد نفوس ۶،۶ سلنه زیات شي. د نفوس د زیاتوالي یوه برخه د همدې کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د شاوخوا یو میلیون افغانانو د بېرته ستنېدا له کبله ده. له همدې کبله به د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید ۳،۳ سلنه راکم شي. دا درېیم پرلهپسې کال دی، چې د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید کمېږي.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي: سره له دې، چې د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د هېواد د اقتصاد درې سلنه وده اټکل شوې؛ خو د نفوس زیاتوالی، د صادراتو کمښت، د کورنیو د پېرودلو د ځواک ټیټېدا او د اوبو د سرچینو ناامني د اقتصادي ښهوالي بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د نړیوال بانک د« افغانستان تازه پرمختګونه» نومي راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې به د هېواد نفوس ۶،۶ سلنه زیات شي. د نفوس د زیاتوالي یوه برخه د همدې کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د شاوخوا یو میلیون افغانانو د بېرته ستنېدا له کبله ده. له همدې کبله به د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید ۳،۳ سلنه راکم شي. دا درېیم پرلهپسې کال دی، چې د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید کمېږي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د افغانستان اقتصادي وده اوس هم تر ډېره پر کرنې ولاړه ده. دغه سکټور د ۲۰۲۵ز. کال له وچکالۍ وروسته شاوخوا اته سلنه وده کړې او د ټول اقتصاد نږدې ۹۰ سلنه وده یې رامنځته کړې ده؛ خو د خدمتونو سکټور ۱،۵ سلنه کوچنی شوی، خصوصي پانګونه شاوخوا ۱۵ سلنه کمه شوې او واقعي صادرات هم ۲۲ سلنه راکم شوي دي.
نړیوال بانک د ۲۰۲۶ز. مالي کال لپاره د افغانستان د اقتصادي ودې اټکل د همدې کال د پسرلي له اټکل سره پر پرتله یو سلنه راکم کړی دی.
دې بنسټ اټکل کړی، چې انفلاسیون به په منځنۍ کچه اووه سلنې ته ورسېږي، چې د تېر کال د کچې نږدې دوه برابره دی. د سونتوکو د بیو لوړوالی او د بدیلو سوداګریزو لارو له لارې د توکو د لېږد لګښت زیاتوالی د اقتصادي فشار له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
د پېرودلو د ځواک کمښت او د خوړو د ناامنۍ زیاتوالی
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان کورنۍ، پر ځانګړې بڼه ناماهر کارګران او له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي وګړي؛ له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د سپټمبر په میاشت کې ورځنيو مزدورانو د تېر کال د همدې میاشتې پر پرتله ۱۴ سلنه لږ کاري ورځې لرلې او د هغوی اوونیز عاید له ۲۷ سلنې لږ د غنمو اوړو د پېرودلو توان درلود. د خلکو د پېرودلو ځواک د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې کم شوی دی.
سره له دې، چې د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه ول.
اټکل کېږي، چې په افغانستان کې اوس هم ۱۵،۹ میلیون کسان له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي.
د راپور د څرګندونو له مخې، له نیمایي څخه ډېرې راستنې شوې کورنۍ نهشي کولی، چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې یوازې د خپلو عوایدو له لارې پوره کړي.
په سوداګرۍ کې ګډوډي او د روان حساب د کسر زیاتوالی
نړیوال بانک له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدا د افغانستان په سوداګرۍ کې د ګډوډۍ یو مهم لامل بولي. که څه هم افغانستان توانېدلی، چې خپلې وارداتي اړتیاوې د منځنۍ آسیا او ایران له لارې پوره کړي؛ خو صادرات اوس هم خپلې پخوانۍ کچې ته ستانه شوي نهدي.
د ۲۰۲۶ز.مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان واردات ۲،۲ سلنه زیات شوي او اوس بدیلې سوداګریزې لارې د هېواد ۹۷ سلنه واردات لېږدوي. په مقابل کې، صادرات ۱۵،۱ سلنه کم شوي او د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو کچه نږدې ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.
د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ز.مالي کال پر مهال به د افغانستان د روان حساب کسر د ناخالص کورني تولید ۳۴،۲ سلنې ته ورسېږي. په داسې حال کې، چې دا کچه په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې ۳۶،۱ سلنه وه؛ خو د دې کسر د ډالري ارزښت اټکل شاوخوا ۷،۹ میلیارډ ډالره شوی دی. د بهرنیو مرستو او مالي حوالو کمښت هم د هېواد پر اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی.
په همدې حال کې د ۲۰۲۶ز.مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د حکومت کورني عواید ۱۰،۲ سلنه زیات شوي؛ خو د سوداګرۍ د ګډوډۍ او د سرحدي دروازو د فعالیتونو د کمېدا له کبله ګمرکي عواید ۱۶،۹ سلنه راکم شوي دي.
نړیوال بانک وایي، د افغانستان مالي امکانات محدود دي او پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید یوازې شاوخوا ۱،۳ سلنه جوړوي. دا کچه د سیمې له منځنۍ کچې څخه له نیمايي هم کمه ده.
افغانستان پور اخیستونکو سرچینو ته هم لاسرسی نهلري او اټکل کېږي، چې له بودجې بهر مرستې به د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۰ سلنې ته راکمې شي.
په راپور کې راغلي، چې افغانۍ په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې له شاوخوا ۱۲ سلنې لوړوالي وروسته تر ډېره باثباته پاتې شوې ده؛ خو د پولي سیاست د وسایلو محدودیت او د بانکونو د پور ورکولو د بهیر کمزورتیا د پانګونې د ملاتړ او له اقتصادي ټکانونو سره د مقابلې لپاره د مالي سکټور وړتیا محدوده کړې ده.
د اوبو بحران؛ د افغانستان د اقتصادي راتلونکې لپاره جدي ګواښ
نړیوال بانک د اقتصادي ننګونو ترڅنګ، د اوبو د سرچینو ناامني د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې ټولیز ګواښ بللی دی.
د راپور له مخې، وچکالي، د نفوس زیاتوالی، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمښت، ککړتیا او د اوبو د سرچینو کمزورې مدیریت د هېواد د اوبو پر سرچینو مخ پر زیاتېدونکی فشار راوستی دی.
افغانستان له ۲۰۰۳ز.کال راپدېخوا هر کال شاوخوا ۴،۹ میلیارډ مټر مکعب د خوږو اوبو له زېرمو څخه له لاسه ورکوي او دا کمښت په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوی دی.
په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د راایستلو کچه د دغو سرچینو د طبیعي بیا نوي کېدا له چټکتیا څخه نږدې څلور برابره زیاته اټکل شوې ده؛ دا هغه موضوع ده، چې د اوبو د سطحې د ټیټېدا او اوبو ته د لاسرسي د نامنظمېدا اندېښنې زیاتوي.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د اوبو کمښت د کرنې او د کلیوالو د معیشت لپاره مستقیم ګواښ دی. د کرنې په سکټور کې د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک بوخت دی او د افغانستان ۹۵ سلنه مصرفېدونکې اوبه په همدې سکټور کې کارېږي. له همدې کبله د اوبو د سرچینو کمښت پر دې سکټور پراخې اغېزې لرلی شي.
د سیندونو د اوبو د بهیر کمېدا هم د اوبو له برښنا څخه د برښنا تولید محدودولی شي او اوبو او برښنا ته نامنظم لاسرسی د شرکتونو او نورو اقتصادي سکټورونو فعالیتونه ګډوډولی شي.
د نړیوال بانک اټکل ښيي، چې د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۴ز.کلونو ترمنځ وچکالۍ د افغانستان د هر وګړي پر سر د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده پر منځنۍ کچه ۰،۲۳ سلنه راکمه کړې ده.
د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د نړیوال بانک وړاندیزونه
نړیوال بانک د کورنیو اوبو ته د لاسرسي د ښه کولو، په کرنه کې د اوبو د مدیریت د پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره د همغږي چلند غوښتنه کړې ده.
د دغه بنسټ له وړاندیزونو څخه د اوبو رسولو سیسټمونو بیارغونه، د روغتیايي او فاضله اوبو د چاڼولو خدمتونه، د اوبو لګولو او رسولو رغونه، د اوبو د لګښت د اغېزمنتیا زیاتول او د اوبو د سرچینو د وېش او ساتنې لپاره د سیمهییزو میکانیزمونو پیاوړتیاوې دي.
د اوبو د حوزو او ځمکې لاندې اوبو ساتنه، د سېلابونو او وچکالۍ پر وړاندې چمتووالی او د سیندیزو حوزو پر کچه د اوبو د سرچینو د مدیریت پیاوړتیا هم یو وړاندیز شوی لومړیتوب دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې په لنډ مهال کې باید د بنسټیزو خدمتونو بیارغونه، د اوبو د سرچینو د ساتنې او ښه مدیریت پیاوړتیا او د لومړنیو خبرداریو د سیسټمونو پیاوړتیا لومړیتوب ولري.
په اوږدمهال کې بیا د کانالونو او کاریزونو رغونه، د اوبو لګولو د بنسټیزو جوړښتونو ښه کول، د ځمکې لاندې اوبو ساتنه او د اوبو له سرچینو څخه د ګټهاخیستونکو سیمهییزو بنسټونو پیاوړتیا اړینه بلل شوې ده.
نړیوال بانک وایي؛ لویې بنسټیزې پروژې باید یوازې هغه مهال عملي شي، چې مالي سرچینې، تخنیکي وړتیاوې او د هغو د دوامدارې ګټېاخیستنې او ساتنې لپاره پلانونه موجود وي.
په ۲۰۲۸ز.کال کې د ۳،۵ سلنې اقتصادي ودې اټکل
نړیوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې ۳،۳ سلنه او په ۲۰۲۸ز.مالي کال کې شاوخوا ۳،۵ سلنه وده وکړي؛ خو د اقتصادي ودې دغه کچه به د خلکو د ژوند د کچې د چټک ښهوالي لپاره کافي نهوي؛ ځکه تمه کېږي، چې د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید به هر کال یوازې د ۰،۶ او ۰،۸ سلنې ترمنځ زیات شي او تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به هم د ۲۰۲۴ز.مالي کال له کچې شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
د سوداګریزو لارو بیا ګډوډېدا؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د کرنیزو محصولاتو کمزوري حاصلات، د کډوالو پراخه بېرته راستنېدا او د بهرنیو مرستو کمښت د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې له ټولیز ګواښونه بلل شوي دي.
په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې که کرنیز حاصلات کم شي؛ په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښایي شاوخوا ۰،۵ سلنې ته راټیټه شي. دغه راز که سوداګریزې لارې بیا ګډې وډې شي، ښایي دغه کچه شاوخوا ۱،۲ سلنې ته راکښته شي.
نړیوال بانک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره تر ټولو مهم احتمالي عامل بللی دی.
دغه بنسټ ټینګار کوي، چې د سوداګریزو لارو تأمین، د کرنیزو تولیداتو ساتنه، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه کول او د کاري فرصتونو زیاتول د اقتصادي ودې د پراخېدا او د افغانستان د خلکو د ژوند د کچې د ښهوالي لپاره اړین دي.