سیمه ییز خبرونه
د اوربند پر لومړۍ ورځ حماس یرغمل او اسرائیل فلسطیني بندیان خوشې کړل
اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې د اوربند پر لومړۍ ورځ( یکشنبه د مرغومي دېرشمه / د جنورۍ نولسمه) حماس درې اسرائیلي یرغمل او اسرائیل ۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل. دا په داسې حال کې ده، چې د غزې تړانګه ویجاړه شوې او د منځني ختیځ اور ته یې لمن ووهله.
اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې رومي ګونن، ډورن سټینبرچر او امیلي ډاماري له خپلو میندو سره لیدلي او یوه ویډیو یې خپره کړې، چې په کې دوی په ښکاره له روغتیا برخمن ښودل شوي. ډاماري، چې د تښتول کېدو پر ورځ یې دوه ګوتې د ډزو له کبله له لاسه ورکړې وې؛ موسکا وکړه او خپله مور یې غېږ کې ونیوله او خپل بنداژ شوی لاس یې پورته کړ.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو قومندان ته په تیلیفوني اړیکه کې وویل “زه غواړم هغوی ته ووایم: رومي، ډورن او امیلي! یو ملت تاسې په غېږ کې نیسي؛ کور ته ښه راغلاست!”.
په شیبا طبي مرکز کې ښځې له خپلو کورنیو سره غاړه غړۍ شوې، چې ورو – ورو یې ژړا پر خندا بدلېدله. یوه موسکا کوونکې ډاماري د اسرائیلو په بیرغ کې پوښل شوې وه.
اسرائیل ویلي، چې دوی د هغو ۲۵۰ څخه د زیاتو کسانو په ډله کې ول، چې د ۲۰۲۳ ز. کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې تښتول شوي او ۱۲۰۰ وژل شوي وه.
د غزې د طبي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۷ زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي؛ په غزه کې څه نا څه ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي بې کوره او شاوخوا ۴۰۰ اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي دي.
اوربند د جګړې د بندولو، غزې ته د مرستو د لېږدولو او د اسرائیلو په زندانونو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د نږدې ۱۰۰ پاتې اسرائیلي او بهرنیو یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه د ۳۳ کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوي. باور کېږي، چې ډېری یرغمل شوي کسان مړه شوي دي.
د اوربند لومړی پړاو د درې ساعته ځنډ وروسته پلی شو؛ خو اسرائیلي جنګي الوتکو او توپخانو په غزه کې د دې هوکړې له لاسلیک وروسته بمبارډ وکړ.
د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې د وروستۍ شېبې په دې چټکو بریدونو کې ۱۳ کسان ووژل شول. اسرائیل د هغو یرغمل شویو کسانو د نومونو په سپارلو کې د ځنډ پړه پر حماس واچوله، چې خوشې کوي یې او وايي؛ ترهګر یې پر نښه کړي دي. په داسې حال کې، چې حماس د نوملړ ځنډول تخنیکي وبلل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې دندې په وروستۍ بشپړه ورځ کې له هغه اوربند هرکلی وکړ، چې له یو کال څخه زیات وخت لپاره د امریکا ډیپلوماسۍ ته پاتې و؛ وویل: “نن په غزه کې وسلې غلي شوې دي.” هغه زیاته کړې: « مونږ نن دې مرحلې ته د هغه فشار له کبله رسېدلي یوو، چې اسراېیلو او امریکا پر حماس اچولی و.»
د حماس لپاره اوربند د ۱۵ میاشتو له پټیدو وروسته د ښکاره کېدو او راوتلو فرصت برابر کړ. د حماس پولیس، چې په نیلي پولیسي یونیفورم کې بېلابېلو سیمو ته ورسېدل او وسلوال جنګیالي د سویلي ښار خان یونس څخه تېر شول، هلته، چې خلکو د “القسام کنډکونو” چې یوه وسلواله څانګه ده، د هڅونې شعارونه ورکول.
یوه جنګیالي رویټرز ته وویل: “د نتنیاهو له فشار سره – سره، د مقاومت ټولې ډلې پاتې دي.”
له جګړې وروسته د غزې د حکومت کولو لپاره کوم پراخ پلان نشته؛ د هغې بیا رغونه، خو پرېږده. رویټرز راپور ورکړی، چې د حماس هر ډول راستنېدل به د اسرائیلو صبر وازموي، چې ویلي یې دي تر هغې، چې دا وسلواله ډله په بشپړه توګه له منځه لاړه نشي، جګړه به بیا پیل کړي.
د ملي امنیت سخت دریځي وزیر اتمار بن ګویر د اوربند په اړه له کابینې څخه استعفا ورکړه. که څه هم د هغه ګوند ویلي، چې د نتانیاهو د حکومت د نسکورولو هڅه به ونهکړي. یو بل یاد سخت دریځی د مالیې وزیر بیزلل سموتریچ په حکومت کې پاتې شو؛ خو وایي، چې که جګړه د حماس له منځه تلو پرته پای ته ورسیږي،استعفا به ورکړي.
د ټرمپ د ملي امنیت منتخب سلاکار مایک والټز ویلي، چې که حماس له هوکړې څخه سرغړونه وکړي؛ امریکا به د اسرائیلو ملاتړ وکړي “په هغه څه کې، چې ورته اړتیا ده”.
هغه وایي: “حماس به هيڅکله پر غزه واکمني ونهکړي. دا پوره د منلو وړ نده.”
د غزې ښار ویجاړ شوي سړکونه اوس د خلکو له هغو ډلو ډک دي، چې د فلسطین بېرغونه یې پورته کړي او پخپلو ګرځند ټیلیفونونو کې یې بېلابېلې صحنې فلمولي.
په راپور کې ویل شوي، چې د کورنیو توکو څخه ډکې څو ګاډۍ له کثافاتو او خاورو څخه پر ډک سړک تېرېږي.
احمد ابو عیهم، ۴۰ کلن، له غزې ښار څخه ویلي: که څه هم اوربند ممکن انسانان وژغوري؛ خو دا ویجاړۍ او زیانونه ترې راپاتې دي.
د یادونې ده، چې دا اوربند د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو په درشل کې پلی شو.