Opinion

د اورپکو د ځپلو له لارې د افغانستان او پاکستان د اړیکو بیارغېدا

د ایکسپریس ټریبیون د څرګندونو له مخې؛ که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خلکو پام د پاکستان او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اوښتی؛ خو د پردې تر شا پاکستان او افغانستان د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، چې په وروستیو کلونو کې خړې شوې وې. په ځانګړي توګه د امنیتي مسلو په اړه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت په یوه داسې حرکت کې، چې د پالیسۍ احتمالي بدلون پر ګوته کوي؛ د هغو عناصرو پر وړاندې د هڅو ښکارندویي کوي، چې په پاکستان کې له پولې هاخوا بریدونو ته آسانتیاوې برابروي. دا د اړیکو یو داسې بدلیدونکی ګام دی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ یې ډیپلوماټیک حرکت نوی کړی دی.

د ایکسپریس ټریبیون د څرګندونو له مخې؛ که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خلکو پام د پاکستان او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اوښتی؛ خو د پردې تر شا پاکستان او افغانستان د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، چې په وروستیو کلونو کې خړې شوې وې. په ځانګړي توګه د امنیتي مسلو په اړه.

په اندېښنو کې ډوب اسلام‌آباد د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو له شتون سره مخ دی او ادعا کیږي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

دغه هرڅه د روان کال د مارچ له میاشتې وځلېدل؛ هغه مهال، چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي محمد صادق خان پر مشرۍ کابل ته راغی.

له دې غونډو باخبرې سرچینې وايي؛ د لومړي ځل لپاره پاکستان درک کړه، چې د اسلامي امارت مشرتابه د اسلام‌آباد امنیتي اندېښنې جدي نیسي.

د راپورونو پر بنسټ اسلامي امارت د هغو افغانانو نیول پیل کړي، چې یا یې له تحریک طالبان پاکستان سره همکاري کړې او یا یې د جلب او جذب په برخه کې فعال رول لوبولی دی. د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې تړاو څو کسان نیول شوي او محاکمه شوي هم دي.

دې پرېکړو په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې وسلوال تاوتریخوالی د پام وړ کم کړی او د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزمنې ثابتې شوې دي.

ایکسپریس ټریبیون دا هم څرګنده کړې، چې وروستیو بدلونونو د اپریل پر نولسمه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته د تاریخي سفر زمینه برابره کړه. دا په تېرو درې کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر و.

د دې سفر په لړ کې دواړو خواوو د متقابلو ژمنو هوکړې وکړې؛ افغانستان ژمن شو، چې اجازه به ورنکړي، چې خپله خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي او په بدل کې پاکستان ځینې سوداګریز محدودیتونه راکم کړل او افغان واردونکو ته یې د بانکي تضمین اړتیا هم له منځه یوړه.

د پهالګام د سیاحتي سیمې له برید وروسته د اسلامي امارت لخوا د هغو افغانانو د نیولو هڅو، چې پاکستان ته له ۷۰ څخه زیاتو وسلوالو په ننوتلو کې ښکېل ول؛ د اسلام‌آباد باور ډېر کړی دی.

د ایکسپریس ټریبیون په څرګندونو کې راغلي؛ دا ټول نفوذیان د شمالي وزیرستان پولې ته نږدې په یو ورځني عملیاتو کې ونیول شول. هغه عملیات، چې پاکستانيو چارواکو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راپدېخوا د ترهګرۍ ضد تر ټولو لوی عملیات یاد کړي دي.

سره له دې هم پاکستانيو چارواکي خبرداری ورکړی، چې دا یوازې پیل دی. یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: “دا یو مثبت پیل دی؛ خو مونږ تمه لرو، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې نه بدلېدونکي ګامونه پورته کړي.”

باور دی، چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په آسانتیاوو کې مهم رول لوبولی دی. د می پر یوویشتمه د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بیجینګ کې د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د درې اړخیزې غونډې کوربتوب وکړ.

له دې غونډې وروسته دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کچه پراخه کړي او د سفیرانو د ټاکلو پلانونه یې اعلان کړل. دا یوه داسې هڅه وه، چې د پاکستانيو چارواکو لخوا تائید شوی؛ خو تر اوسه پر رسمي بڼه ترسره شوې نده.

چین لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې سفیر وټاکه او په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت استازی هم ومانه. د راپورونو له مخې روسیه او ترکیه په ورته اقداماتو غور کوي.

د پاکستان چارواکي په دې باور دي، چې له ځینو دوامداره امنیتي اندېښنو سره – سره په سیمه کې نويو بدلونونو اسلام‌آباد اړ کړی، چې رښتینی او عملي چلند غوره کړي. له هند سره د پوځي کړکېچونو وروستي زیاتوالي د پاکستان تمرکز د خپلو لویدیځو پولو په خوندي کولو نور هم پیاوړی کړی دی.

دغه راز هند هم د افغانستان پر وړاندې د خپلو پخوانیو پالیسیو د بیا کتنې نښې ښودلې دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خپل سیال سره خبرې اترې وکړې، چې په ګټوره توګه یې له اسلامي امارت سره د دوه لسیزو غیر ډیپلوماټیکو اړیکو پالیسي پای ته ورسوله.

د چارو د شنونکو د څرګندونو له مخې؛ په بیجینګ کې درې اړخیزه غونډه نه یوازې د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه وه، بلکې د چین لخوا هند ته یو سټراټیژیک پیغام هم و. داسې پیغام، چې د افغانستان راتلونکی ممکن له بیجینګ او اسلام‌آباد سره په همکارۍ او همغږۍ کې ډېر ښه راوځلیږي.

Trending

Exit mobile version