تازه خبرونه
د اووه میلیون ډالرو پر ارزښت د تورغونډۍ بندر پراختیایي پروژې کار پیل شو
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمداسحق صاحب زاده ویلي؛ دا تاسیسات به د اووه میلیون ډالرو پر ارزښت په پنځوس جریبه ځمکه کې جوړ شي. دا پروژه پخوا له ټاپي پروژې سره یوځای پرانیستل شوې وه؛ خو کار یې پیل نشو.
د ټولګټو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر د پراختیایي پروژې پاتې کار د ترکمنستان د یو شمېر چارواکو په شتون کې پیل شو.
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمداسحق صاحب زاده ویلي؛ دا تاسیسات به د اووه میلیون ډالرو پر ارزښت په پنځوس جریبه ځمکه کې جوړ شي. دا پروژه پخوا له ټاپي پروژې سره یوځای پرانیستل شوې وه؛ خو کار یې پیل نشو.
د هرات والي نوراحمد اسلام جار د دې پروژې د عملي کار د پیل پر مهال ويلي، چې دا مهال په هرات ولایت کې لسګونه لویې او کوچنۍ پراختیایي پروژې روانې دي او د دې پروژو بشپړېدا به د هېواد په اقتصاد کې لوی بدلون رامنځته کړي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمدسعید صدیقي وايي، چې اوس مهال په تورغونډۍ بندر کې پوره آسانتیاوې نشته؛ نو له دې پروژې څخه پر ګټه اخیستنې به د دې بندر له لارې د وارداتو او صادراتو په سکټور کې اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.
تورغونډۍ له ترکمنستان سره په پوله کې د هېواد یو له مهمو بندرونو څخه دی، چې د کورني بازار لپاره د اړتیا وړ ډېری تېل او ګاز د دې بندر له لارې چمتو کیږي؛ خو په وروستیو کلونو کې د دې بندر د پراختیا او تاسیساتو جوړولو لپاره هیڅ کار ندی شوی. اوس، تمه ده، چې دا پروژه به پخپل وخت بشپړه شي.
