نړۍ
د اوکراین زیلینسکي دې د پولندیانو سپکاوی نهکوي – د پولند لومړی وزیر
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څرګندونو وروسته، چې ګاونډ هېوادونو ته د غلو دانو د صادرولو لپاره هڅې کوي؛ د پولنډ لومړي وزیر د جمعې پر ورځ زیلینسکي ته څرګنده کړه، چې پولندیانو ته دې سپکاوی نهکوي.
رویترز راپور ورکړی؛ پولند تېره اوونۍ پرېکړه وکړه، چې د اوکراین د غلو پر وارداتو بندیز وغزوي. دې پرېکړې له کیف سره اړیکې، چې د تېر کال په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راپدیخوا د متحد او ګاونډي په توګه ټینګې وې؛ کړکیچنې کړې.
زیلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وویل: کله، چې کیف د خپلو غلو صادرولو لپاره د ځمکنیو لارو د کارولو هڅه وکړه؛ نو ګاونډیانو غصه څرګنده کړه، خو د غلو د وارداتو سیاسي تیاتر به یوازې له مسکو سره مرسته وکړي.
د پولنډ لومړي وزیر ماتئوش موراویسکي په یوه ټاکنیزه غونډه کې څرګنده کړه: غواړم ولسمشر زیلینسکي ته ووایم، چې نور دې هیڅکله د پولندیانو سپکاوی نهکوي؛ لکه څنګه یې، چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړ.
پولنډ د اکتوبر پر ۱۵ پارلماني انتخابات ترسره کوي او د موراویسکي د قانون او عدالت ملتپال ګوند د اوکراین پر وړاندې د نرم چلند له کبله د ښي اړخو لخوا تر نیوکې لاندې راغلی.
شنونکیو څرګنده کړې؛ د دې کار د اغېز له کبله شونې ده، چې د قانون او عدالت ګوند د یو لوی ګوند په توګه ډېرکی ترلاسه نهکړي او اړ دی، چې په ټاکنیزه مبارزه کې د کیف پر وړاندې ټینګ پاتې شي.
له دې مخکې د جمعې پر ورځ د پولند ولسمشر اندرې دودا، چې د قانون او عدالت ګوند متحد هم دی؛ ویلي، د پولند او اوکراین تر منځ د غلو پر وارداتو رامنځته شوې ناندرې به پر دوه اړخیزو اړیکو د پام وړ اغېز ونهلري او دا ښکاره هڅه د کړکیچ د کمولو لپاره ده.
نوموړي په یوه سوداګریز کنفرانس کې څرګنده کړې: له شک پرته د پولند بازار ته د اوکراین د غلو پر واردولو ناندرې به د پولنډ او اوکراین د ټولو اړیکو مطلقه برخه نهوي.
هغه زیاته کړې؛ باوري نهیم، چې دا موضوع دې پر هغو د پام وړ اغېز ولري، نو مونږ باید دا موضوع په خپلو کې حل کړو.
