تازه خبرونه
د او آی سي او امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه وغږېدل

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې (او آی سي) ځانګړي استازي طارق علي بخیت د سې شنبې پر سهار د افغانستان لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یوه مجازي ناسته ترسره کړه.
دواړو استازیو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان نجونو د نه زدکړې د مسلې په ګډون پر یو لړ بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د او آی سي ځانګړي استازي ویلي: په پراخه کچه پر اړینو مسایلو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو لپاره بشري او اقتصادي مرستې، امنیتي پرمختګونه، له تروریزم سره مبارزه او د افغان نجونو د ښوونځیو بېرته پرانستلو بحث او خبرې شوې دي.
طارق علي بخیت په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیر هم ګډون کړی و.
سربېره پردې په دې مجازي یا انلاین ناسته کې د نړیوالې اسلامي فقې اکاډمۍ عمومي منشي ډاکټر قطب سانو، محمد جمال ساعتي او سمیر العیسوي، د اسلامي پراختیایي بانک دواړو استازیو هم ګډون کړی و.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان نږدې ۳۰ زره ماشومانو ته د امریکا خوراکي مرستې به وسوځول شي
یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ نږدې ۵۰۰ ټنه انرژي لرونکي بسکټونه، چې د خوارځواکۍ لرونکو کوچنیو ماشومانو لپاره د بیړنيو خوړو په توګه کارول کېدل؛ د دوبۍ په یوه ګودام کې یې د زیرمه کولو له کبله تاریخ تېر شوی دی.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له تړلو وروسته هغه خوراکي مرستې، چې ټاکل شوې وه په افغانستان او پاکستان کې ۲۷۰۰۰ وږو ماشومانو ته ووېشل شي؛ ډېر ژر به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له تړلو وروسته وسوځول شي.
یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ نږدې ۵۰۰ ټنه انرژي لرونکي بسکټونه، چې د خوارځواکۍ لرونکو کوچنیو ماشومانو لپاره د بیړنيو خوړو په توګه کارول کېدل؛ د دوبۍ په یوه ګودام کې یې د زیرمه کولو له کبله تاریخ تېر شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال مایکل ریګاس د قانون جوړوونکو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ دا پرېکړه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو سره تړلې ده.
ضایع شوي بسکټونه به په متحده عربي اماراتو کې کثافاتو ته واستول شي یا به سوځیږيي، چې له منځه وړل یې ۱۰۰ زره ډالر لګښت لري.
تازه خبرونه
مونږ د بریټانویانو لهخوا د افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نهوینو – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ د اشخاصو د محاکمه کولو لپاره مونږ د بریټانویانو لهخوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نلرو؛ ځکه په هېواد کې مو عمومي بښنه اعلان شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې فرمان کې ټولو ته بښنه شوې ده او هیڅوک پر تېرو کړنو نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم محاکمه شوي او نه به هم محاکمه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “هغه راپورونه، چې د ځینو اشخاصو نومونه له افشا کېدو وروسته د دوی د محاکمې په اړه خپاره شوي؛ ناسم او بې بنسټه دي. د استخباراتو ریاست اړتیا نلري؛ هغه اشخاص محاکمه کړي، چې په عمومي بښنه کې راغلي دي.”
خبرپاڼې زیاته کړې: “د دغو اشخاصو پورې اړوند ټول اسناد او معلومات په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست کې شته دی او مونږ د بریټانویانو لهخوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نهوینو.”
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې له بښنې فرمان سره – سره؛ هیڅوک به محاکمه یا تر څارنې لاندې ونهنول شي. هغه اوازې ناسمې دي، چې پ دې اړه خپریږي. یوازې د خلکو د وېرولو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اندېښنې رامنځته کولو لپاره دي، چې مونږ یې پر کلکه ردوو.
حمدالله فطرت ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت له هیچا سره د غچ اخیستلو چلند نهکوي او هیڅوک حق یا اجازه نلري، چې څوک تعقیب او تر پوښتنې لاندې ونیسي او یا زیان ورورسوي.”
همدارنګه د ډیلي ټیلګراف په ګډون یو شمېر بریټانوي رسنیو د سېشنبې پر ورځ د جولای پر بېنځلسمه راپور ورکړ، چې د بریټانیا حکومت د بریټانوي ځواکونو د شاوخوا ۲۵ زره افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو په لېږد او بیا میشتېدنه کې نږدې ۷ میلیارډ پونډه لګښت کړی، چې د پناه غوښتنه یې کړې وه.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د بریټانیا دفاع وزیر د سېشنبې پر ورځ د هېواد پارلمان ته له هغو افغانانو څخه بښنه وغوښته، چې معلومات یې پر ناڅاپي بڼه د “تخنیکي څارنې” له کبله افشا شوي وه.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د نوملړ ناڅاپه افشا کېدل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې رامنځته شول، چې وروسته د بریټانیا حکومت هڅه وکړه، چې په نوملړ کې شاملو افغانانو ژوند د رسنیو له لارې د دې موضوع د راپور ورکولو او په نوملړ کې د شاملو کسانو د لېږدولو د پلان په پلي کولو سره نور هم له خطر سره مخ نهکړي.
تازه خبرونه
د پاکستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیران نن کابل ته راځي
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ به د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته ولاړ شي، چې د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې لپاره د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن پنجشنبه( د چنګاښ شپږویشتمه) د پاکستان او ازبکستان لوړ پوړي پلاوي به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر مشرۍکابل ته راشي، چې د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ به د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته ولاړ شي، چې د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې لپاره د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.
د پاکستان د اوسپنېپټلۍ وزیر او د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به په دې سفر کې له اسحاق ډار سره مل وي.
د UAP اوسپنېپټلۍ پروژه د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي، چې یو سټراټیژیک ریلي دهلیز به رامنځته کړي. د دې لارې له بشپړېدو سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه د پاکستان له سمندري بندرونو سره ونښلیږي او په دې توګه اقتصادي ادغام، ثبات او سیمهییز پرمختګ ته وده ورکوي.
چارواکو ویلي؛ په کابل کې د دې تړون لاسلیک کول د نړیوال بېخبنایی پلان پلي کولو پر لوري یو اړین ګام دی، چې د سیمهییزې همکارۍ لپاره د بالقوه بدلونکي په توګه په پام کې نیول شوی دی.
ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به اسحاق ډار د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي او رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ د بریټانویانو لهخوا د افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نهوینو – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانانو بېسارې راستنېدا بېړنی نړیوال اقدام غواړي – یوناما
-
سوداگري4 days ago
د خوست غلام خان بندر لنډمهاله پرانیستل شو
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري ۳۱ سلنه زیاته شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان د افغانستان په اړه د شانګهای د تماس ډلې د جوړېدو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د عراق په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو له کبله ۵۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې خبر دردوونکی دی- ذبیحاللهمجاهد
-
لوبی4 days ago
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې صداقت او نورزاد لوبډلو سیالۍ وګټلې