سیمه ییز خبرونه

د اټومي انرژۍ په اړه د خبرو ناکامېدا به له ایران سره جګړه شونې کړي – فرانسه

دا خبرې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروټ د چارشنبې پر ورځ کړې دي.

Published

on

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروټ ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو پر نوي تړون هوکړه ونشي؛ نو پوځي برید شونی ښکاري.

دا خبرې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروټ د چارشنبې پر ورځ کړې دي.

هغه د پارلماني غونډې پر مهال ویلي: “د دې تړون (۲۰۱۵) پای ته رسیدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.”

نوموړي زیاته کړې: “که خبرې اترې ناکامې شي؛ نو پوځي برید به شونی وي.”

باروټ دا هم اعلان کړه؛ د ایران پر وړاندې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه، چې په اسلامي جمهوریت کې د بهرنیو وګړو د توقیف سره تړاو لري په راتلونکو اوونیو کې به تصویب شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د فرانسې په حکومت کې د یوې موضوع په اړه د داسې یوې غونډې ترسره کول بې ساري دي او د کړکیچونو د چټکېدو په اړه د اروپا د اندېښنې ژوروالی ښیي.

دا په داسې حال کې دهو چې پنټاګون په منځني ختیځ کې خپل شتون پیاوړی کړی دی.

Trending

Exit mobile version