تازه خبرونه
د اړیکو جرګه ګیو پر اجندا خبرې کړي او عبدالله کابل ته راستون شو
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو په پرانستونکي مراسمو کې له ګډون وروسته د یکشنبې پر شپه بېرته کابل ته راستون شو.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مرکچي پلاوي ته د بریا هیله من یم، چې هېواد ته د تلپاتې سولې د راوستو زیری ولري.
نوموړي له راروانیدو مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ولیدل.
عبدالله عبدالله په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې: زه د قطر د امیر له نه ستړي کیدونکیو هڅو څخه، چې د سولې خبرو ته یې د زمینې په باربرولو، سخاوت او میلمه پالنې کې تر سره کړي؛ د زړه له کومي په کلکه مننه کوم. ان شاالله مونږ به په ګډه بریالي شو.
In a brotherly meeting with HE Sheikh Tamim bin Hamad al-Thani, Emir of the State of Qatar @TamimBinHamad, I expressed Afghanistan’s heartfelt appreciation for his relentless efforts towards peace talks & for Qatar’s generosity & hospitality. Inshallah, we will succeed together. pic.twitter.com/EvibcDdu8S
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) September 13, 2020
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو د اړیکو جرګه ګۍ د سولې د بهیر د پرمختګ په اړه د خبرو اترو د اجنډا په ګډون پرون خپله لومړنۍ ناسته د بندو دروازو تر شاه تر سره کړې ده.
د حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي له غونډې وروسته څرګنده کړې، چې د پلاوي غړیو ترمنځ خبرو مثبته روحیه درلوده هیڅ راز هڅه نده شوې، چې خبرې د بحث بل لوری خپل کړي.
د حکومت د اړیکو د جرګه ګۍ غړي د شنبې په ورځ وټاکل شول؛ ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی د دغې جرګه ګۍ غړي دي.
عباس ستانکزی، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا نورالله نوري، مولوي عبدالکریم او شیخ قاسم ترکمن د طالبانو له لوري د اړیکو د جرګه ګۍ غړي دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوحې پاکستان ته ځي، چې د افغانستان د سولې د بهیر د خبرو لپاره د دغه حکومت له ملکي او نظامي چارواکو سره وګوري.