نړۍ
د ایران او امریکا د لوړې کچې خبرې په سویس کې رغنده پای ته ورسېدې
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د اسلامآباد د هوکړهلیک په چوکاټ کې د لوړې کچې خبرو لومړۍ غونډه د سویس په بېرګنسټاک کې پای ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې د ایران، امریکا او دوه منځګړو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.
د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د هوکړهلیک پر بنسټ دغو لوریو د یوې لوړې کچې کمیټې پر جوړېدا هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر سیاسي څارنه به کوي. ټاکل شوې، چې مرکچي پلاوي به په منظم ډول دې کمیټې ته راپور ورکوي او د اټومي موضوع، بندیزونو او همداراز د څارنې او د شخړو د هوارۍ ډلې په برخو کې به کاري ډلې رهبري کوي، چې هوکړهلیک اغېزمن پلی شي او پر نورو اړوند موضوعاتو هم کار وشي.
د لوړې کچې کمیټې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر نقشه هم سلا کړې، چې له مخې به یې نورې تخنیکي خبرې هم سمدستي پیل شي.
سربېره پر دې د هوکړهلیک د پېنځم بند له مخې د ټاکلې مودې لپاره د لوریو ترمنځ د اړیکو یوه کرښه هم رامنځته شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د احتمالي پېښو او ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي.
همداراز لوریو د یوې داسې همغږۍ خونې پر جوړېدا هم هوکړه کړې، چې د لوریو او د لبنان جمهوریت ترمنځ به د منځګړو هېوادونو پر آسانتیا فعالیت کوي او د هوکړهلیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه عملي شي. ټاکل شوې، چې تخنیکي خبرې به د اوونۍ تر پایه د بېرګنسټاک په تفریحي مرکز کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام ومومي.
منځګړي هېوادونه وايي، هڅه به وکړي، چې خبرې اترې همداسې په رغنده فضا کې روانې پاتې او وروستۍ هوکړې ته لاره هواره شي.
قطر او پاکستان له امریکا او ایران څخه د ډیپلوماسۍ او د شخړې د سولهییز حل لپاره د دوامدار ژمنتیا له کبله مننه کړې او همداراز یې له هغو ورونو او دوستو هېوادونو هم ستاینه کړې، چې د روانو خبرو په ملاتړ او پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده.
نړۍ
اسپانیا ته د کډوالو د ورتګ مرګ او ژوبله ۷۲ ته لوړه شوه؛ اروپايي ټولنه د ګډ اقدام غوښتونکې شوه
د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.
رویټرز راپور ورکړی، چې له مراکش څخه د اسپانیا سیوټا ښارګوټي ته د کډوالو د بېساري ورتګ له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۲ کسانو ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ د شمالي افریقا پر ساحل د پېنځه نورو جسدونو له موندلو وروسته د مړو شمېر زیات شوی دی.
د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.
د سیوټا اسپانیاوي حکومت استازي میګیل انخېل پریز ویلي، د ۷۲ مړو ترڅنګ له زر څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، وضعیت تر ډېره ښه شوی؛ خو عادي حالت ته د بېرته ستنېدا لپاره اوس هم نورو هڅو ته اړتیا ده.
راپور زیاتوي، یو شمېر کډوال د سمندر په اوبو کې ډوب شوي او ځینې نور د بندر له څپرمات او سرحدي کټارو څخه د اوښتو پر مهال تر پښو لاندې شوي دي. ویل کېږي، چې اقتصادي ستونزو او په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ناسمو معلوماتو ډېر کسان دې سفر ته هڅولي وه.
د مراکش کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې ۱۱ تنه، چې ډېری یې د ډوبېدا له کبله مړه شوي او د سرحد بلې غاړې د راپورونو د ارزونې چارې روانې دي.
دغه وزارت د کډوالو د دې پراخ ورتګ پړه پر ناسمو ټولنیزو رسنیو، د انسان قاچاقبرو شبکو او د اسپانیا د یوې قضایي پرېکړې پر ناسم تعبیر اچولې ده.
دغه راز د سیوټا رییس خوان خیسوس ویواس د ال پاییس ورځپاڼې ته ویلي؛ د ښار سړخونې ته ۸۸ جسدونه لېږدول شوي، چې په کې د هغو کسانو مړي هم دي، چې په تېرو دوه اوونیو کې د شپې له لارې د اوښتو په نورو پېښو کې مړه شوي وه.
له پېښې وروسته اسپانیاوي چارواکو امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي او د سیوټا پر ساحل یې ۵۰۰ مټره اوږد لامبو وهونکی خنډ هم نصب کړی دی.
دغه راز د اروپايي ټولنې ۲۲ غړیو هېوادونو د یوې ګډې لیکلې غوښتنې له لارې د بهرنیو پولو د ساتنې لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.
ایټالیا هم له اسپانیا سره د شینګن د بېوېزې تګ راتګ ترتیبات د یوې میاشتې لپاره ځنډولي دي.
اسپانیا، چې د ډېرو اروپايي هېوادونو پر پرتله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ لري؛ وایي: د بېاسنادو کډوالو د استوګنې نوی پروګرام د سیوټا د وروستۍ څپې لامل نهدی او هغه کسان، چې په ناقانونه توګه سیوټا ته ننوځي؛ د اسپانیا اصلي خاورې یا د شینګن نورو هېوادونو ته د تګ اجازه نهلري.
نړۍ
د امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د آیډاهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د ډزو په پایله کې درې کسان د بریدګر پهګډون وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ټوین فالز ښار د پولیسو رییس میټیو هیکس ویلي، بریدګر د وژل شویو کسانو له ډلې دی او د خلکو پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بریدګر د هویت معلومولو او د ډزو د انګېزې د څېړلو په حال کې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
له پېښې وروسته پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې او نږدې یو پل په لنډمهاله توګه تړلي او د ډزو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
نړۍ
څار: له پاکستان څخه د منځنۍ آسیا او ایران لوري ته د سوداګرۍ بدلون
-
تازه خبرونه4 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
روغتيا5 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
