سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا مسلې نهحلکېدونکې دي – خامنهیي
علي خامنهیي په خپله وینا کې دا خلک لنډفکره یادکړل او ادعا یې وکړه؛ خلک به د هغو کسانو پر وړاندې ودریږي، چې له امریکا سره مستقیمې خبرې او اړیکې غواړي.
د ایران رهبر علي خامنهیي د یکشنبې پر ورځ (د وږي دوهیمه) خپلو ملاتړو ته په یوه وینا کې له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې او پر هغو کسانو یې هم نیوکه وکړه، چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې جوړې کړي.
علي خامنهیي په خپله وینا کې دا خلک لنډفکره یادکړل او ادعا یې وکړه؛ خلک به د هغو کسانو پر وړاندې ودریږي، چې له امریکا سره مستقیمې خبرې او اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې: “هغه کسان، چې وايي؛ ولې له امریکا سره مستقیمې خبرې نهکوئ او ستونزې نهحل کوئ، لنډفکره دي. د موضوع ژورتیا دا نده او د ایران پر وړاندې د امریکا د دښمنۍ په رڼا کې دا مسلې نهحلکېدونکې دي.”
نوموړي د خپلې وینا پر مهال هغو سختو ستونزو ته نغوته ونهکړه، چې ایران په وروستیو اوونیو کې ورسره مخ دی او پرځای یې وویل، چې دا هېواد په خپل “لوړ مقام” کې دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې وروستیو کې پر هغو کسانو نیوکه کړې وه، چې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مخالف دي او ویلي یې ول: “که خبرې ونکړئ؛ نو څه به وکړئ؟ غواړئ وجګیږئ؟!”
دغه راز د ډونالډ ټرمپ ادارې په ایران کې د غني کولو د پوره بندولو غوښتنه کړې او له ایران سره یې څو غیر مستقیمې خبرې اترې کړې، چې شپږم پړاو یې پر ایران د اسرائیلو د برید له کبله ترسره نهشوې.
پر ایران د اسرائیلو او امریکا له برید وروسته بیا هم ایراني چارواکي ويلي، چې غني کول د ایران حق دی او دوی یې د بندولو په اړه خبرو اترو ته لېواله ندي.
دا په داسې حال کې، چې فرانسې، جرمني او بریټانیاخبرداری ورکړی، چې که ایران د خبرو اترو میز ته راستون نشي؛ نو دوی به د تهران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو میکانیزم بیا فعال کړي.
