سیمه ییز خبرونه
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي مرکز نوی قومندان ووژل شو- د اسرائیل پوځ
د اسرائیل پوځ د څرګندونو له مخې، شادماني د ایران رهبر علي خامنهیی ته یو له نږدې کسانو څخه و.

د اسرائیلو پوځ د سېشنبې پر ورځ( د غبرګولي پر اووهویشتمه ) ادعا وکړه، چې دوی د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي مرکز نوی ټاکل شوی قومندان علي شادماني په تهران کې پر نښه کړ.
د اسرائیل پوځ د څرګندونو له مخې، شادماني د ایران رهبر علي خامنهیی ته یو له نږدې کسانو څخه و.
هغه څلور ورځې مخکې د خامنهیی پر سپارښتنه د غلام علي رشید د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی و.
د ایران پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري ویلي؛ پر اسرائیل د ډرون درانده بریدونه له “نويو او پرمختللو وسلو” سره پیل شوي، چې په راتلونکو ساعتونو کې به پراخ شي.
دغه راز اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د کورني جبهې مرکز د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ډرون له شکمن نفوذ وروسته د ګولان په لوړو کې د خطر زنګونه اورېدل شوي.
سیمه ییز خبرونه
روسیې او چین د اوکراین د جګړې او له امریکا سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې
رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګیي سره ولیدل.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګیي سره ولیدل.
لاوروف به په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: “دواړو خواوو له امریکا سره د اړیکو او د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د امکاناتو په اړه هم بحث وکړ.”
دې وزارت ویلي: “په نړیوال ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ په ګډون د ملګرو ملتونو او د هغې د امنیت شورا، SCO، BRICS، G20 او APEC د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وشو.”
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکه “د یو بل پراختیا او بیا ژوندي کول او په ګډه د یوې ګډوډې او بدلیدونکې نړۍ لخوا رامنځته شویو ننګونو ته ځواب ووایي.”
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوو د کوریا ټاپووزمې او د ایران د اټومي مسلې په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پوتین بیجینګ ته سفر وکړ او څو ورځې مخکې له دې، چې هغه اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول “بې محدودیته” ملګرتیا اعلان کړه.
په دې راپور کې راغلي؛ پوتین کله نا کله چین د “متحد” په توګه ستایلی دی.
امریکا، چین خپل ترټولو لوی سیال او روسیه ترټولو لوی ملي ګواښ ګڼي.
سیمه ییز خبرونه
عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ لاوروف تېره میاشت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو د غندلو په ګډون “د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارډ” او د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “مسکو د روسیې د ولسمشر لخوا د پخوانیو نوښتونو په ګډون د دوه اړخیزو منلو وړ حلونو په موندلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.”
عراقچي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې هم مسکو ته سفر کړی و.
سیمه ییز خبرونه
خامنه د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عامو مراسمو کې ښکاره شو
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

رویټرز راپور ورکړ: د دولتي ټلویزیون لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ د ایران رهبر آیت الله علي خامنهیي د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، چې په کې لوړ پوړي ایراني قومندانان او اټومي ساینس پوهان ووژل شول؛ په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وکړ.
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.
د ښکاره امنیتي دلایلو له مخې؛ خامنهيي د جون پر دیارلسمه د جګړې پر مهال مخکې له مخکې ثبت شوي پیغامونه خپاره کړي وه او له عامه څرګندېدو څخه یې ډډه کړې وه.
په دې راپور کې راغلي؛ د جون پر شپږویشتمه د دولتي ټلویزیون په مخکې له مخکې ثبت شويو څرګندونو کې خامنهیي ژمنه کړې، چې ایران به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره – سره تسلیم نشي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د خیبر پښتونخوا حکومت په کابل کې د سرطان روغتون د جوړولو لهپاره د مرستې وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
چین د بګرام پر هوایي اډه کنترول نلري – زلمی خلیلزاد
-
روغتيا5 days ago
یو بنګلهدیشي شرکت افغانستان ته د درمل صادرولو اعلان وکړ
-
لوبی5 days ago
په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت او ظاهراسد لوبدلو د پنجشنبې لوبې وګټلې
-
سوداگري23 hours ago
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېد
-
لوبی2 days ago
په فوټسال غوره لیګ کې ظاهر اسد او آریا فورج مساوي او نورزاد ۸ پر ۲ دیار سنايي ته ماتې ورکړه
-
نړۍ1 day ago
په غزه کې د اوبو وېش پر مهال د ۲۰ ماشومانو مرګ او ژوبله تخنیکي تېروتنه وه
-
تازه خبرونه21 hours ago
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې له کمښت خبرداری ورکړ