سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي نن یکشنبه (د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وړ نوماندانو نوملړ اعلان کړ.
مهر خبری سرچینې راپور ورکړی، چې په دې نوملړ کې د مصطفی پورمحمدي، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضيزاده، علیرضا زاکانی، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف نومونه راغلي دي.
د خلکو له باور سره سم محمود احمدينژاد او علي لاریجاني هغه دوه نوماندان دي، چې د شورانګهبان لهخوا وړ ونهپېژندل شول او په دې ټاکنو کې به ګډون ونکړي.
ایران د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.
ټاکل شوې، چې دا ټاکنې د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د چنګاښ پر اتمه ترسره شي.
سیمه ییز خبرونه
قطر په خپل هېواد کې د امریکا پر اډې د ایران برید سخت غندلی
د قطر لومړي وزیر شیخ آل ثاني د ایران او اسرائیل ترمنځ له اوربند سرغړونه، چې نن سهار وشوه د منلو وړ ونه ګڼله او وایي، چې دا ډول کړنې ډیپلوماټیکې هڅې ننګوي.

د قطر لومړي وزیر د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره په خپل هیواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید “د نه منلو وړ عمل” وباله او ټینګار یې وکړ، چې دا برید په سیمه کې د قطر د ډیپلوماټیک رول څخه سرغړونه ده.
د قطر لومړي وزیر شیخ آل ثاني د ایران او اسرائیل ترمنځ له اوربند سرغړونه، چې نن سهار وشوه د منلو وړ ونه ګڼله او وایي، چې دا ډول کړنې ډیپلوماټیکې هڅې ننګوي.
د قطر لومړي وزیر د هېواد له دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه، چې د دوشنبې پر ورځ یې په قطر کې د امریکا پر اډو برید په بریالی شنډ کړ.
دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په قطر کې د امریکا پر العدید هوايي اډې د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په روان زیات شوي تاوتریخوالي کې را،رته شوې.
د قطر حکومت تائید کړه، چې که څه هم ډېری توغندي شنډ شوي؛ یو توغندی پر اډه ولګېد؛ خو هیڅ تلفات یې ندي اړولي. د قطر حکومت دا برید وغانده او له ټولو خواوو یې وغوښتل؛ د خبرو اترو میز ته راستانه شئ، چې د نور تاوتریخوالي زیاتېدا مخه ونیسي.
شیخ آل ثاني په خپله وینا کې د سیمهییز ثبات او امنیت د ډاډمن کولو لپاره د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د اوسني تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو کوربتوب ته هم د قطر چمتووالی تکرار کړ.
سیمه ییز خبرونه
له اسرائیل سره پر اوربند وروستۍ پرېکړه تر ارزونې لاندې ده – ایران
عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”لکه څنګه، چې ایران پرلهپسې ویلي: اسرائیلو د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، نه برعکس. تر اوسه پورې د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ هوکړه نشته.”

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سېشنبې پر سهار اعلان کړی؛ که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پیل ادعا کړې؛ خو له اسرائیل سره د اوربند هیڅ هوکړه نده شوې.
عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”لکه څنګه، چې ایران پرلهپسې ویلي: اسرائیلو د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، نه برعکس. تر اوسه پورې د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ هوکړه نشته.”
د عراقچي دا څرګندونه د ولسمشر ټرمپ د مخکني اعلان په ځواب کې وړاندې شوې، چې ایران او اسرائیل د څو ورځو له مخ پر زیاتېدونکې شخړې وروسته له “بشپړ او پوره” اوربند سره هوکړه کړې ده. عراقچي د سېشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې ولیکل: “که د اسرائیل بریدونه ودریږي؛ مونږ هم د ځواب ویلو لپاره هیڅ اراده نلرو.”
هغه ویلي: “په دې شرط، چې اسرائیلي رژیم د تهران پر وخت د سهار له څلور بجو وروسته د ایرانيانو پر وړاندې خپل غیرقانوني یرغل ودروي؛ مونږ هیڅ اراده نلرو، چې وروسته خپل غبرګون ته دوام ورکړو.” هغه زیاته کړې، چې “زمونږ د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه وروستۍ پرېکړه به وروسته وشي.”
عراقچي تائید کړې، چې د ایران غچ اخیستونکي پوځي بریدونه تر وروستۍ نېټې پورې دوام لري.
هغه ویلي: “له ټولو ایرانیانو سره یوځای زه له خپلو زړورو وسلوالو ځواکونو څخه مننه کوم، چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې زمونږ د ګران هېواد دفاع ته چمتو دي.”
د دوشنبې پر ورځ د شخړې د پام وړ زیاتوالي پر مهال ایران په قطر کې د امریکا د پوځ پر العدید هوايي اډې توغندیز برید وکړ. دا یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د جون پر دیارلسمه امریکایي هوایي بریدونو له اسراېیل سره د همغږۍ له مخې په ایران کې د ایران درې اټومي تاسیسات پر نښه کړل.
تهران ټینګار کړی، چې د دوی پوځي اقدامات د اسرائیلو او د هغه د متحدینو لخوا له نامشروع تېري وروسته د ځان دفاع ده. نړیواله ټولنه د پراخې سیمهییزې جګړې د وېرې له کبله د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیل خبر ورکړ
ټرمپ د دوشنبې پر ماښام په ټروت سوشیل کې ولیکل: “ټولو ته مبارکي! لکه څنګه، چې اسرائیل او ایران په بشپړه توګه هوکړه کړې؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بشپړ اوربند (شاوخوا ۶ ساعتونو کې) رامنځته او په جګړه کې به بشپړ کمښت رامنځته شي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت پاڼه کې لیکلي، چې “د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند” به په راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي.
ټرمپ د دوشنبې پر ماښام په ټروت سوشیل کې ولیکل: “ټولو ته مبارکي! لکه څنګه، چې اسرائیل او ایران په بشپړه توګه هوکړه کړې؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بشپړ اوربند (شاوخوا ۶ ساعتونو کې) رامنځته او په جګړه کې به بشپړ کمښت رامنځته شي.”
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې له هغې وروسته دواړه خواوې به د هغه پر وینا، په “شپږو ساعتونو کې” د بریدونو له کمولو سره د اوربند پر لور حرکت وکړي. د ایران او اسرائیل ترمنځ به بشپړ اوربند “۱۲ ساعتونو” کې رامنځته شي او جګړه به “پای ته ورسیږي.”
د امریکا د ولسمشر د څرګندونو له مخې؛ “ایران به پر رسمي بڼه اوربند پیل او اسرائیل به په ۱۲ ساعتونو کې اوربند پیل کړي او په پای کې( په ۲۴ ساعتونو کې) به د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ شخړه به پای ته ورسیږي. “د اوربند د هرې کړکۍ په جریان کې بل اړخ به سولهییز چلند وکړي. که هر څه د پلان سره سم ترسره شي. لکه څنګه، چې باید وي، زه غواړم دواړو خواوو؛ اسرائیل او ایران ته د دوی د زغم مبارکي ووایم.”
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
-
نړۍ3 days ago
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه1 day ago
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
هره ورځ ۸ زره کډوال له ایران څخه راستنیږي؛ په هرات کې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه
-
تازه خبرونه14 hours ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه13 hours ago
قطر په خپل هېواد کې د امریکا پر اډې د ایران برید سخت غندلی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر ایران اټومي زبرځواک او وسلوال رژیم برید وکړ- عراقچي