سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشریزې ټاکنې رسماً پیل شوې

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د څوارلسمې دورې د ترسره کېدو بهیر نن (جمعه د چنګاښ اتمه) د سهار پر ۸ بجو پیل شو، چې ۶۱ میلیونه ۴۵۲ زره ۳۲۱ کسان به په هېواد کې دننه او بهر ګډون وکړي.
ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، چې په نیوزیلینډ کې د ایران سفارت په ګډون د دوه نورو ښارونو ایرانیانو ته هم د رای اچونې له پیل سره سم د ولسمشریزو ټاکنو د رایو صندوقونه کېښودل شوي دي.
په بهر کې ایراني وګړي هم کولی شي د باور وړ پاسپورټ سره د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
له دې مخکې په بهر کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو مسوول علیرضا محمودي ویلي وه، چې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو به په نیوزیلینډ کې ترسره شي.
د ایران د ولسمشرۍ په څوارلسم پړاو ټاکنو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره مسعود میزکیان، مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف سیالي کوي.
ویل کیږي، چې په مزارشریف ښار کې هم د ایران قونسلګرۍ د خپل هېواد وګړو ته د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رای اچونې لپاره د رایو صندوقونه ایښي دي.
سیمه ییز خبرونه
پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ
پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو میاشتې اوږده اوربند وړاندیز ته له پاملرنې پرته له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.
دا خبرې اترې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل څخه څو اوونۍ وروسته پیل شوې وې.
پوتین ویلي: “مونږ جدي خبرو اترو ته ژمن یوو. د خبرو اترو موخه د دې بحران د اصلي لاملونو له منځه وړل او د تاریخي حقایقو په پام کې نیولو سره د تلپاتې سولې ټینګول دي. »
هغه دغه راز زیاته کړې، چې ډېر ژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په استانبول کې د خبرو اترو د منځګړیتوب لپاره ګډ کار وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر او د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د رویټرز د وړاندیز په اړه نظر غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره د پوتین وړاندیز له هغې څو ساعته وروسته راپورته شو، چې د شنبې پر ورځ په کیف کې لویو اروپايي قدرتونو له پوتین څخه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند د هوکړې غوښتنه وکړه او یادې نویو بندیزونو ته تینګ شي.
دا په داسې حال کې دهو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغه وړاندیز په اړه، چې په استانبول کې به له اوکراین سره مستقیمې خبرې اترې وکړي؛ ویلي: “دا د روسیې او اوکراین لپاره یوه ښه ورځ کېدای شي او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره یو ښه فرصت دی او د اوسني شخړې د حل پیل کېدای شي.”
سیمه ییز خبرونه
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
رویټرز ته چارواکو، اوسیدونکو او شاهدانو ویلي، چې په جمو او کشمیر کې د توپچي ډزې او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه لیدل شوي او د تېر ماښام په څیر په ښارونو کې د دفاعي سیسټم دزې اورېدل شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا له منځګړیتوب او څلور ورځو جګړو وروسته د اټومي وسلو لرونکو ګاونډيانو هند او پاکستان د شنبې پر ورځ پر اوربند هوکړه وکړه؛ خو له څو ساعتونو وروسته په سرحدي ښارونو او ښارګوټو کې چاودنې وشوې او هند، پاکستان له تړونه پر سرغړونه تورن کړ.
رویټرز ته چارواکو، اوسیدونکو او شاهدانو ویلي، چې په جمو او کشمیر کې د توپچي ډزې او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه لیدل شوي او د تېر ماښام په څیر په ښارونو کې د دفاعي سیسټم دزې اورېدل شوې دي.
د هند بهرنیو چارو وزیر وکرم مسري خبریالانو ته ویلي، چې پاکستان د ورځې په پیل کې د دواړو هېوادونو لخوا د شوې هوکړې څخه سرغړونه کړې او د هند وسلوالو ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې له هر ډول تکرار سره “په کلکه چلند” وکړي.
مسري له رسنیو سره په یوه لنډه ناسته کې ویلۍي: “مونږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې د دې سرغړونو د حل لپاره مناسب ګامونه پورته کړي او له وضعیت سره له مسوولیت ډک چلند وکړي.”
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یې په ځواب کې ویلي، چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی او د سرغړونو یې هند ملامت کړ.
دغه راز زیاته شوې: “زمونږ ځواکونه وضعیت پر مسوولیت او زغم اداره کوي.”
دې وزارت په سیمه کې پر ځواکونو هم غږ وکړ، چې له زغم څخه کار واخلي او د اوربند په پلي کولو کې هر ډول ستونزې باید په مناسبه کچه د اړیکو له لارې حل شي.
د پاکستان د پوځ ویاند د تبصرې غوښتنو ته ځواب ورنکړ.
دا جګړه په نږدې درې لسیزو کې د جنوبي آسیا د پخوانیو دښمنانو ترمنځ تر ټولو بده وه او د نړۍ په داسې بې ثباته او ګڼ نفوسه سیمو کې یې د جګړې ګواښ رامنځته کړ.
دې جګړې د اټومي وسلې د کارولو لنډ مهاله ګواښ رامنځته کړ؛ ځکه د پاکستان پوځ ویلي وه، چې د دوی د اټومي وسلو څارنه کوونکې لوړ پوړې اداره به سره وګوري؛ خو دفاع وزیر وویل، چې داسې کومه غونډه نده شوې. د شپې له سختې جګړې څو ساعته وروسته، چې دواړو هېوادونو د یو بل پوځي اډې پر نښه کړې او د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې شمېر ورسره ۶۶ ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ایکس پاڼه کې ولیکل: “پاکستان او هند سمدستي پر اوربند هوکړه کړې ده. پاکستان تل په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره هڅه کړې؛ پرته له دې، چې خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره له خطر سره مخ کړي!”
د هند بهرنیو چارو وزیر وکرم مسري له دې مخکې ویلي وه؛ د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو مشرانو له یو بل سره خبرې کړي او هوکړه یې کړې، چې ټولې جګړې به د هند په وخت د ماښام پر ۵ بجو ودریږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل یوه پوسټ کې لیکلي وه: “د امریکا پر منځګړیتوب د شپې له اوږدې خبرو اترو وروسته؛ خوښ یم، چې هند او پاکستان له بشپړ او سمدستي اوربند سره هوکړه کړې ده. دواړو هېوادونو ته د سلیم عقل او هوښیارۍ له خاطره مبارکي وایم.”
ډار د جیو نیوز خپرونې ته ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ پوځي اړیکې او کرښې فعاله شوي او شپږدطرش هېوادونو د دې هوکړې په اسانه کولو کې مرسته کړې ده.
د چارشنبې پر ورځ، هند په پاکستاني کشمیر او پاکستان کې پر هغو سیمو برید وکړ، چې ویل یې “ترهګریز بنسټونه” ول. دا برید په هندي کشمیر کې د ۲۶ هندو سیلانیانو له وژل کېدو دوه اوونۍ وروسته ترسره شو.
پاکستان د هند تورونه رد کړل، چې په برید کې یې لاس درلود.
دواړو لوریو پر یو او بل ډزې، ګولۍ، ډرون او توغندیو بریدونه وکړل.
له اوربند سره – سره د هند حکومتي دوه سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډول او د ویزې لغوه کول به د اوس لپاره په خپل ځای پاتې وي.
دغو سرچینو دا هم ویلي، چې د ۱۹۶۰ کال د اندوس سیند د اوبو تړون، چې د شریکو اوبو یو مهم تړون دی، چې هند د کشمیر له برید وروسته وځنډاوه؛ هم ځنډولی پاتې شي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې هغه او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان له شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشنکر، د پاکستان د پوځ د ملي امنیت له دوه سلاکارانو سره خبرې کړې دي.
د روبیو د ایکس په یوه پوسټ کې، د مودي او شریف له هوکړې ستاینه وکړه، چې نه یوازې د فوري اوربند، بلکې “په بېپرې ځای کې د پراخو مسلو” په اړه د خبرو اترو پیل هم په کې شامل دی.
د اوربند خبر د پولې دواړو غاړو ته له راحتۍ سره هرکلی شو او د پاکستان د هوايي ډګر چارواکو وویل، چې د دوی هوايي حریم په بشپړ ډول پرانیستل شوی دی.
له اوربند سرغړونه په هند کې د اندېښنې لامل شو.
د هندي کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله په X کې ولیکل: ” اوربند ته څه پېښ شول؟ په ټول سرینګر کې د چاودنې غږ واورېدل شو!!!”. “دا اوربند ندی. په سرینګر کې د هوايي دفاع درونونه یوازې خلاص شول.”
هند او پاکستان له هغه وخت راپدېخوا، چې په ۱۹۴۷ کې د بریټانوي استعماري واکمنۍ په پای کې زېږیدلي دي؛ د کشمیر په اړه په شخړه کې ښکېل پاتې دي. هندو اکثریت لرونکی هند او مسلمان پاکستان دواړه د کشمیر یوه برخه اداره کوي؛ خو د بشپړې ادارې ادعا یې کوي.
دوی درې ځله جګړه کړې؛ خو دوه ځلې پر کشمیر رامکنځته شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
هند د پاکستان لخوا د خپلو الوتکو د غورځولو ادعا ناسم معلومات ګڼي
دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په چین کې د هند سفارت د چارشنبې پر ورځ د چین د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لخوا خپره شوې ادعا، چې پاکستان د هند جنګي الوتکې نسکورې کړي” ناسم معلومات” او بې بنسټه ادعا ګڼلې ده.
دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.
د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ، چې دا راپور د ناسمو معلوماتو د کمپاین یوه برخه ده او هیڅ حقیقت نلري.
هند د وروستیو بدلونونو په اړه خپل دریځ بیا تکراروي او د پاکستان لخوا د هندي جیټ الوتکو د غورځولو ادعا ردوي.
اوسمهال په سیمه کې د دوه اټومي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي په کشمیر کې د تېرې میاشتې له ترهګریزې پیښې او له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته پوره وده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د اسلامآباد او نوي ډیلي ترمنځ د زغم او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
لوبی4 days ago
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
هند پر پاکستان برید وکړ او پاکستان یې پېنځه هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې
-
سیمه ییز خبرونه22 hours ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول