سیمه ییز خبرونه
د ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC) پر تاسیساتو برید کړی دی.
امریکايي جنګي الوتکو د نومبر پر اووهلسمه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د ایران پر پوځي تاسیساتو برید کړی؛ بحرین او کویټ له نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او په خلیجي سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.
د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC) پر تاسیساتو برید کړی دی.
د دې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه برید پر امریکايي پرسونل او پوځي شتمنیو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي پر قشم ټاپو د بریدونو پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې استوګنیزې سیمې، سوداګریز مرکزونه او مهمې بېخبناوې زیانمنې شوې نهدي. هغه د مرګ او ژوبلې او پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نهدي ورکړي.
له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې وه، چې د بحرین د شیخ عیسی په هوايي اډه کې یې د بېپیلوټه الوتکو پر مرسته د امریکا پر یوه پوځي رادار برید کړی دی.
دې ځواک زیاته کړې، دا برید د امریکايي پوځي بېپیلوټه الوتکو لهخوا د ایران له هوايي حریم څخه د پرلهپسې سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې امریکايي تجهیزاتو ته زیان نهدی اړول شوی او نه هم کوم امریکايي سرتېری ټپي شوی دی.
بحرین، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، د نومبر پر اتهلسمه سهار وختي د نویو هوايي بریدونو له شنډولو خبر ورکړ او ایران یې پر دغه هېواد د بریدونو پر دوام تورن کړ.
د دې هېواد کورنیو چارو وزارت دوه بېړني خبرداري خپاره کړل او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي؛ خو وروسته یې اعلان وکړ، چې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د دښمنو بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې اقدام کړی؛ خو د دغو الوتکو سرچینه یې نهده پر ګوته کړې او د مرګ او ژوبلې یا زیانونو په اړه یې هم معلومات نهدي ورکړي.
په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې کړکېچ زیات شوی
د پوځي نښتو له تازه پېښو سره هممهاله، د هرمز تنګي په اوږدو کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو نور راپورونه هم خپاره شوي دي. هرمز تنګی د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د عمان د غنم ټاپو ته څېرمه یوې تېلوړونکې بېړۍ هغه مهال اور واخیست، چې له یوه ماین سره ولګېده.
د ایران پاسداران ځواکونو د څرګندونو له مخې، دغه بېړۍ په داسې سمندري مسیر کې روانه وه، چې تهران یې اجازه نهوه ورکړې.
په خبرپاڼه کې د بېړۍ نوم او د عملې د غړیو په اړه معلومات ورکړ شوي نهدي.
ایراني ځواکونو په تنګي کې د نورو بېړیو له اور اخیستو هم خبر ورکړی؛ خو رویټرز ویلي، چې دغه ادعاوې یې په خپلواکه توګه تائید کړي نهدي.
دغه راز د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د عمان د خصب بندر شمالي لوري ته د تر برید لاندې د نیول شوې تېلوړونکې بېړۍ عمله نه موندل کیږي.
د راپورونو له مخې، پر دې بېړۍ د نومبر پر شپاړلسمه لومړی برید شوی و، چې له هغې وروسته پرې دوهیم برید هم شوی او بیا یې اور اخیستی دی.
د ډیپلوماټیکو هڅو دوام
د پوځي فعالیتونو له بیا زیاتېدا سره- سره د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي او قطر او عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره خپلې اړیکې روانې ساتي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د نومبر پر اووهلسمه ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د راکمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د کړکېچ زیاتېدا به سمندري تګ راتګ، نړیوال اقتصاد او د هوکړې د ترلاسه کولو فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي او له ټولو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم عمان ته تللی او هلته یې له سلطان هیثم بن طارق او د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي دي.
د عمان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو خبرو کې د کړکېچ د کمولو او د بحران د سولهییز حل لپاره د زمینې برابرولو پر هڅو بحث شوی دی.
په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدا او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ژر او مثبتې پای ته رسېدا غوښتنه کړې ده.
فیدان له تهران څخه غوښتي، چې د اختلاف د حل لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړي او ټینګار یې کړی، چې د سمندري تګ راتګ خونديتوب بېرته ټینګول او د ګاونډ هېوادونو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه مهمه ده.
دغه جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو له پیل سره رامنځته شوې ده. واشنګټن د ایران پر بندرونو بندیز لګولی دی. په داسې حال کې، چې تهران اوس هم د هرمز تنګي له لارې بحري تګ راتګ محدودوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بحري تګ راتګ د لاسرسي او د امریکا د بندیزونو پر سر اختلافونه اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې لوی خنډونه دي.