تازه خبرونه

د ایران په زندانونو کې ډېري بهرنیان افغانان دي – عسکر جلالیان

Published

on

د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي عسکر جلالیان ویلي، چې د ایران په زندانونو کې ډېري بهرني بندیان افغانان دي.

د عسکر جلالیان د څرګندونو له مخې؛ د ایران په زندانونو کې شاوخوا ۶۹۰۰ بهرنیان پراته دي.

هغه ایراني رسنیو ته ویلي، چې له افغانانو وروسته د پاکستان، عراق، ترکیې، هند او آذربایجان د وګړیو  شمېر ډېر دی.

جلالي دا هم ویلي؛ له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې له مخې به د افغانستان په زندانونو کې ۵۰ سلنه ایراني بندیان، چې د افغانستان په زندانونو کې پراته دي؛ ایران ته وسپارل شي.

هغه وويل، دغه بنديان زياتره د نشه‌يي توکو د قاچاق او سیمه‌ییزو نښتو پر تور بندیان دي او سياسي جرمونه يې نه‌دي کړي.

د ایران د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړیوالو چارو مرستیال څه وخت مخکې ویلي وه، چې اسلامي امارت ته یې ۱۰۱ زندانیان سپارلي دي.

Trending

Exit mobile version