سیمه ییز خبرونه
د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل
د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی، چې د جمعې پر سهار د ایران په شمال لویدیځ کې د رښتر ۵.۶ درجې زلزلې د ټپیانو شمېر ۱۶۵ کسانو ته رسیدلی دی.
د ایران د زلزلې ثبتولو مرکز څرګنده کړې؛ دا زلزله تېره ورځ پر سیمه ییز وخت د سهار پر ۶:۴۶ دقیقو د لویدیځ آذربایجان په یزدګان خوی برخه کې د اته کیلومتره پر ژوروالي رامنځته شوې ده.
ایرنا د لویدیځ آذربایجان د والي محمد صادق معتمدیان د څرګندونو له مخې ویلي؛ له ۱۶۵ ټپیانو څخه ۱۳۹ یې له لومړنیو مرستو وروسته روغتیايي مرکزونو رخصت کړي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
د لويديځ آذربايجان د استوګنې بنسټ مشر جعفر برزګر ايرنا ته ويلي، چې د زلزلې له کبله د سلماس او خوي د ولايتونو په لس کليو کې د استوګنې ٨٠ کورونه زيانمن کړي دي.
د یادونې ده، چې دا زلزله د شرقي آذربایجان او ارومیه ښارونو کې هم احساس شوې ده.
د جنورۍ په وروستیو کې د رښتر پر کچه ۵.۹ درجې زلزلې خوی ولایت ولړزاوه، چې درې کسان یې مړه او له ۸۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
