نړۍ

د ایرلیند د تېلو په یوه ستیشن کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۱)

د رویترز خبری آژانس د راپور له مخې؛ د آیرلیند د دونګال د اړوند سیمې د پترولو په یوه ستیشن کې د چاودنې له کبله د دوه تنکیو ځوانانو او یوې نجلۍ په ګډون لس کسان وژل شوي، چې پولیسو یوه غمجنه پېښه نومولې ده.

پولیسو د شنبې پر ورځ ویلي؛ چاودنه د جمعې پر ورځ له ۳ بجو وروسته د کریسلوګ د اړوند کلي په پترول استیشن کې رامنځته شوې او نوره مرګ و ژوبله نلري.

به پېښه کې د ۴ نرینه وو او درې ښځو په ګډون د اړوند سیمې ۱۰ کسان وژل شوي او اته نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او یو ټپي په الوتکه کې دوبلین ته ولیږدول شو.

د پېښې په انځورونو کې د پترول ستیشن تر څنګ د یوه دوه پوړیز اپارتمان بلاک لیدل کیږي، چې دیوالونه یې نړیدلي او د چت یوه برخه یې نړیدلې ده.

د آیرلنډ لومړي وزیر مایکل مارتین ویلي، چې دا پېښه د څو سوه خلکو د یوې کوچنۍ ټولنې لپاره یوه نه هېریدونکې تراژیدي ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه ده.

مارتین د جمعې پر ورځ ناوخته په ډاګه کړې: د دې تاپو په اوږدو کې خلک وېرېدلي او د نه هېرېدونکیو ویجاړیو او زیانونو بې سده شوي دي. زه غواړم د دوی کورنۍ او ملګرو ته خپله ژوره خواخوږي څرګند کړم، چې دا پېښه نه یوازې د کریسلوګ ټولنې، بلکې د دونګال او ټول هېواد لپاره غمجنوونکې ده.

Trending

Exit mobile version