تازه خبرونه
د ایرن نوی ولسمشر له خپلو ګاونډ هېوادونو سره پر نیکو اړیکو ټینګار وکړ
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې لیکنه کې د خپل حکومت بهرنۍ پالیسي روښانه کړې او په دې اړه څرګندوي؛ له ګاونډ هېوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او د یوې پیاوړې سیمې د رامنځته کیدو ملاتړ به وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نوې نړۍ ته زما پيغام تر سرلیک لاندې لیکنه کې لیکلي، چې له خپلو ګاونډ هېوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او د یوې پیاوړې سیمې ملاتړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې لیکنه کې د خپل حکومت بهرنۍ پالیسي روښانه کړې او په دې اړه څرګندوي؛ له ګاونډ هېوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او د یوې پیاوړې سیمې د رامنځته کیدو ملاتړ به وکړي.
نوموړي ویلي: زما په حکومت کې به له ګاونډیانو سره د اړیکو ټینګول لومړیتوب وي. مونږ به د یوې پیاوړې سیمې د رامنځته کېدو په لټه کې شو؛ نه دا، چې په هغه کې یو هېواد یوازې پر بل د برترۍ او واکمنۍ په لټه کې وي. زه باور لرم، چې ګاونډیان او وروڼه هېوادونه د تخریبي سیالیو، د وسلو د سیالۍ او د یو بل د غیر ضروري محدودیتونو پر لوري خپلې ارزښتناکه سرچینې د دې پر ځای، چې بې ځایه ضایع کړي؛ هدف مو باید داسې چاپېریال رامنځته کیدل وي، چې د هرچا سرچینې د پرمختګ او د ټولو په ګټه وي.
دغه راز د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت هم له ایران سره پر نیکو اړیکو لرلو ټینګار کړی او له نوي دولت څخه غواړي، چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي اقتصادي او دوه اړخیزه پياوړتیا نوره هم غښتلې کړي.
ځینې شنونکی په دې باور دي، چې ایران خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له هېوادونو سره اړیکې غواړي په ځانګړي توګه له عربي هېوادونو سره.
بل لوري ته د کارپوهانو پر اند: ایران د سیمې په مسایلو کې غښتلې ونډه لري؛ د کابل او تهران ترمنځ پراخه اړیکې کولی شي، چې دوه اړخیزې ګټې رامنځته کړي.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې دوی نیت لري له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې توازن رامنځته او د هېواد ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ او د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت له اړتیاوو سره سمون خوړونکې اړیکې خپلې کړي.
اړوند خبرونه: