تازه خبرونه

د ایټالیا دفاع وزیر او اشرف غني په کابل کې پر امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

Published

on

د ایټالیا دفاع وزیر لورنزو ګویرین تېره ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر اشرف غني، د ملي پخلاینې عالی شورا له مشرعبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سره یې ولیدل.

له افغان مشرانو سره په لیدنه کې  د سولې پر بهیر، دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د دې هېواد پر پوځي شتون خبرې اترې تر سره شوې.   

ارګ په ډاګه کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي او هدفمندو ترورونو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسېدو غوښتونکي شول.

نوموړي د تروریزم پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او میړانه وستایله او په ډاګه یې کړه، چې ایټالیا د سوله ییز، متحد او ډیموکراټیک افغانستان ملاتړ کوي.

لورنزو ګویرین زیاته کړې؛ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایټالیا مرستې او د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد د ځواکونو حضور، پخپل ځای دی.

د ارګ د څرګندونوله مخې: ولسمشر غني د ایټالیا دفاع وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد هېواد له اصولي دریځه مننه وکړه او څرکندويو چې افغانان او نړۍ په یو غږ د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتونکي دي او طالبان باید دا وپوهیږي، چې د تاوتریخوالي پر دېرولو به یې افغانان او نړۍ پر ضد نور هم یو موټی شي.

د یادونې ده، چې  په دې کتنه کې اشرف غني د افغانستان د انکشافي او اقتصادي برنامو په ځانګړي توګه خواف-هرات اوسپنیزه کرښې پروژې د څلورمې برخې له تمویل څخه د ایټالیا د ملاتړ او د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.

Trending

Exit mobile version