تازه خبرونه

د ا.ا او اروپایي ټولنې استازیو په دوحه کې د ښوونیزو مسلو په ګډون هر اړخیز بحث وکړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د سې شنبې پر ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې له استازیو سره د ښځو د حقونو په ګډون پر یو شمېر مسلوخبرې کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون په یو لړ ټویټونو کې د اسلامي امارت لخوا د نرینه وو او ښځو لپاره د پوهنتونونو پرانیستلو او د هلکانو او نجونو د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو د بیا پرانېستلو ژمنې ته نغوته او اشاره کړې ده.

نیکلسون ویلي، چې افغان پلاوي د زدکړې په برخه کې د نرینه او ښځو حق روښانه کړ او څرګندوي، چې اسلامي امارت همدارنګه د ښځو پر رول ټینګار وکړ، چې کولی شي د ځانبسیا افغانستان په پراختیا او وده کې ډډاډمنې هڅې تر سره کړيولوبوي.

دغه راز د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوي تائید کړې، چې واک ته له رسېدو وروسته ټول قوانین تر بیا کتنې پورې پخپل حال پاتې دي.

نیکلسون زیاته کړې د جبري تریتم کېدو، ورکېدو، غیرقانوني نیولو او په سوله ییزو لاریونونو کې د پولیسو لخوا له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه وایي: مونږ د سیاسي نمایندګۍ نشتوالي او د ښځو او لږکیو له حقونو څخه په سیسټماټیک ډول انکار ته هم نغوته وکړه.

دغه راز اروپایي ټولنې زیاته کړې، مونو د نادولتي او د ملګرو ملتونو د شریکانو له لارې د بشردوستانه مرستو لپاره بې خنډه لاسرسي او نړیوال بشردوستانه قانون ته د درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

نیکلسون ویلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د افغانانو مرستې ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړې؛ اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې د مرستې په توګه ۵۰۰ میلیون یورو وېشي، چې د خواړو، روغتیا، پالنې او ساتنې، ښوونې او معیشت به ولګول شي.

ویل کیږي، چې: دواړو پلاویو هوکړه وکړه، چې د فزيکي او مجازي غونډو له لارې به خبرې اترې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version