تازه خبرونه
د ا.ا.ا پلاوی د بشردوستانه خبرو اترو لپاره په درې ورځني سفر ناروې ته رسېدلی
د افغانستان اسلامي امارت استازي د یکشنبې پر ورځ (د سلواغې ۳ ) د بشري ناورین د کمولو په اړه د ناروې په کوربتوب په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره دې هېواد ته ورسیدل.
د تېر کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیونونه خلک نور هم په ژور فقر کې ډوب او ورسره د مرستو نړیوال پروګرامونه نه یوازې په ټپه ودرېدل، بلکې د خواړو خوندیتوب یې هم اغېزمن شو.
د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ د سلواغې له درېیمې تر پېنځمې / د جنورۍ له ۲۳ تر ۲۵ پورې د ناروې د چارواکو په ګډون، د یو شمېر نورو هېوادونو له ډیپلوماټانو او بهر میشتو افغانانو سره وګوري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکن هویټفیلډ څرګنده کړې؛ دا غونډه د طالبانو ( اسلامي امارت) د مشروعیت یا رسمیت پېژندلو په معنا نده، بلکې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره یوه هڅه ده؛ خو اړینه ده، چې مونږ د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړو.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ په دې غونډه کې به د ښځو د حقونو فعالان، ژورنالیستان او هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب او انساني، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي مسایلو په برخه کې کار کوي هم ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم ويلي، دا سفر د ناروې په رسمي بلنه شوی او پر امریکايي او اروپايي چارواکو سربېره به د افغانستان د مدني ټولنې له بېلابېلو برخو سره هم لیده کاته وکړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالواحد فقیري د دغه سفر په اړه ویلي؛ واک ته له رسېدو وروسته دا اروپا ته د اسلامي امارت د پلاوي لومړی سفر دی، چې د نړۍ له هېوادونو، په ځانګړي توګه اروپا سره د افغانستان د نوې دولت د ډيپلوماټیکو اړیکو په اړه یو مثبت ګام دی.
اروپا ته د اسلامي امارت د استازیو سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې له دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې له پېنځه میاشتني ځنډ وروسته په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او څرګندوي، چې د خپلو لږ شمېر کارکوونکیو پر مټ به بشردوستانه چارې بېرته پیل کړي.