تازه خبرونه
د باثباته، سولهییز او سوکاله افغانستان د راتلونکي لپاره باید بشري حقونه خوندي پاتې شي – یوناما
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې د هېواد د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ ډبرې د ایښودو په توګه د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي.
د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې د ( ټول انسانان ازاد زېږېدلي او مساوي کرامت او حقوق لري ) تر سرلیک لاندې د بشري حقونو نړیواله ورځ ونمانځله.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت چارواکي مسوولیت لري، چې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي او د افغانستان د راتلونکې سوکالۍ، يووالي او ثبات د خوندي کولو لپاره بايد بشري حقونه خوندي شي.
روزا اوتونبایوا ویلي؛ د دې ځانګړې کلیزې په مناسبت غواړم واکمنو چارواکو ته یادونه وکړم، چې افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو میثاقونو غړی هېواد پاتې دی، چې د نړیوالو قوانینو بنسټ دی او افغانستان په کې تاریخي رول درلودلی دی. واکمن چارواکي قانوني ژمنتیا او پراخ مسوولیت لري، چې په افغانستان کې د ټولو لپاره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې لپاره، د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ، یووالي او ثبات د تامین لپاره باید بشري حقونه خوندي شي.
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې وايي: د افغانستان د بشري حقونو مدافعین، چې د عدالت او ازادۍ د اساسي اصولو د ساتنې لپاره یې درنده بیه پرې کړې؛ باید درناوی یې وشي او په هیڅ صورت باید له پامه ونهغورځول شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنره فیونا فریزر وایي؛ لکه څنګه، چې مونږ د بشري حقونو ورځ نمانځو، موږ خپل درناوی وړاندې کوو او د افغان بشري حقونو مدافعینو سره خپل پیوستون او خواخوږي څرګندوو، چې ډېري یې د بشري حقونو، عدالت او ازادۍ د نړیوالې اعلامیې د بنسټیزو اصولو د ساتنې لپاره درنده بیه پرې کوي.
اسلامي امارت ويلي، که ملګري ملتونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني؛ د یوناما وړاندیز به ومني.
سلامي امارت وايي؛ افغانستان اوسمهال د ملګرو ملتونو لهخوا پر رسمیت نهدی پېژندل شوی او اسلامي امارت د دې ټولنې د قوانینو رعایت او منلو ته ځان اړ نهګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ بشري حقونو ته درناوی کیږي.
د یوناما په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را وروسته د وسلهوال تاوتریخوالي د کمېدو په پایله کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره – سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم کړکېچن دی.
تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د نشهیي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشهیي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
تازه خبرونه
د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نههویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.
د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.
ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه5 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه11 hours agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ2 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
