تازه خبرونه

د باثباته، سوله‌ییز او سوکاله افغانستان د راتلونکي لپاره باید بشري حقونه خوندي پاتې شي – یوناما

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۰, ۱۴۰۲)

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې د هېواد د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ ډبرې د ایښودو په توګه د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې د ( ټول انسانان ازاد زېږېدلي او مساوي کرامت او حقوق لري ) تر سرلیک لاندې د بشري حقونو نړیواله ورځ ونمانځله.   

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت چارواکي مسوولیت لري، چې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي او د افغانستان د راتلونکې سوکالۍ، يووالي او ثبات د خوندي کولو لپاره بايد بشري حقونه خوندي شي.

روزا اوتونبایوا ویلي؛ د دې ځانګړې کلیزې په مناسبت غواړم واکمنو چارواکو ته یادونه وکړم، چې افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو میثاقونو غړی هېواد پاتې دی، چې د نړیوالو قوانینو بنسټ دی او  افغانستان په کې تاریخي رول درلودلی دی. واکمن چارواکي قانوني ژمنتیا او پراخ مسوولیت لري، چې په افغانستان کې د ټولو لپاره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې لپاره، د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ، یووالي او ثبات د تامین لپاره باید بشري حقونه خوندي شي.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې وايي: د افغانستان د بشري حقونو مدافعین، چې د عدالت او ازادۍ د اساسي اصولو د ساتنې لپاره یې درنده بیه پرې کړې؛ باید درناوی یې وشي او په هیڅ صورت باید له پامه ونه‌غورځول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنره فیونا فریزر وایي؛ لکه څنګه، چې مونږ د بشري حقونو ورځ نمانځو، موږ خپل درناوی وړاندې کوو او د افغان بشري حقونو مدافعینو سره خپل پیوستون او خواخوږي څرګندوو، چې ډېري یې د بشري حقونو، عدالت او ازادۍ د نړیوالې اعلامیې د بنسټیزو اصولو د ساتنې لپاره درنده بیه پرې کوي.

اسلامي امارت ويلي، که ملګري ملتونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني؛ د یوناما وړاندیز به ومني.

سلامي امارت وايي؛ افغانستان اوس‌مهال د ملګرو ملتونو له‌خوا پر رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او اسلامي امارت د دې ټولنې د قوانینو رعایت او منلو ته ځان اړ نه‌ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ بشري حقونو ته درناوی کیږي.

د یوناما په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را وروسته د وسله‌وال تاوتریخوالي د کمېدو په پایله کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره – سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم کړکېچن دی.

Trending

Exit mobile version