تازه خبرونه

د بادغیس پر مرکز قلعه نو د طالبانو برید وځپل شو – والي نظام الدین شمس

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۰)

د بادغیس والي حسام الدین شمس منلې، چې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د نښتې پر مهال نفوذي کسانو د زندان دروازه ماته کړې او یو شمېر بندیان تښتیدلي؛ خو امنیتي ځواکونه بریالي شوي، چې ۸۰ سلنه بندیان بېرته ونیسي.

حسام الدین شمس ټینګارکړی، چې طالبان له مرکز قلعه نو څخه پر شا شوي؛ دمګړۍ د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده.

د ورځې په پیل کې والي شمس ویلي وه، چې د بادغیس ټولې شپږ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلي او په مرکز قلعه نو کې جګړه روانه ده.

هغه دا هم ویلي وه، چې قادس ولسوالۍ نن سهار طالبانو نیولې ده.

نوموړي دا هم ویلي وه، چې د سې شنبې پر شپه د بادغیس پېنځه حکومتي چارواکي او لسګونه امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي دي.

دغه راز د دفاع وزارت چارسمبالي جنرال بسم الله محمدي ویلي؛ د جګړې شدت د پوهیدو وړ دی او دا لومړی ځل ندی، چې د افغانستان خلک له یوه سخت پوځي پړاو څخه تېریږي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ولسي پاڅون کوونکي یو ځای شوی او د خپل هېواد دفاع کوي.

Trending

Exit mobile version