سیمه ییز خبرونه

د بدخشان مرکز فیض آباد ښار زلزلې ولړزاوه

Published

on

نن سې شنبه د تلې ۱۹ سهار مهال ۴ بجې د بدخشان ولایت ځینې سیمې زلزلې ولړزولې.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په ډاګه کړې؛ د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۱ درجې زلزلې، چې مرکز یې د افغانستان او تاجکستان پر پوله پرته اشکاشم ولسوالي ده.

تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نشته.

تېره میاشت هم د امریکا د ژیولوژیکي سروې ادارې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په جنوب لویدیځ کې هم له یوې نسبتاً قوي زلزلې خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version