تازه خبرونه
د بدخشان په مرکز کې د سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شول
د بدخشان سیمهییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست آمر محمد کامګار زیاته کړې؛ دغه پېښه تېره شپه د فيضآباد ښار د مرچک په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په مړه شويو کې ښځې او ماشومان هم شته.
هغه وایي؛ د ژغورنې ډلو د نورو جسدونو د رایستلو هڅې روانې ساتلي؛ ځکه، چې د مرګ او ژوبلې د زیاتېدو شونتیا ډېره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر شپه هم سېلابونو د بدخشان ولایت په شهدا او وردوج ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.
