تازه خبرونه
د بدخشان پېښې د اندېښنې وړ نهدي؛ ځینې استخباراتي کړۍ یې لویوي ــ ذبیحالله مجاهد
مجاهد، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د« حکومت د رسنیو په هېنداره کې» پروګرام د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال زیاته کړې؛ دغه پېښې د اندېښنې وړ نهدي، ځکه امنیتي ځواکونه د هر ډول پوځي خوځښت د ځپلو لپاره قوي هوډ لري او خلک هم د نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ویلي، چې ځینې استخباراتي کړۍ دغه پېښې له خپلې اړوند کچې لویوي. په داسې حال کې، چې ورته امنیتي پېښې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.
مجاهد، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د« حکومت د رسنیو په هېنداره کې» پروګرام د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال زیاته کړې؛ دغه پېښې د اندېښنې وړ نهدي، ځکه امنیتي ځواکونه د هر ډول پوځي خوځښت د ځپلو لپاره قوي هوډ لري او خلک هم د نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
د حکومت د رسنیو مرکز دغه پروګرام د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو په ګډون پیل کړی دی.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د دې پروګرام موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د دولتي فعالیتونو انعکاس او د بېلابېلو ادارو د رسنیز پوښښ ارزونه ده.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني ټینګار کړی؛ رسنۍ او حکومت باید په ګډه کار وکړي، چې واقعیتونه خلکو ته سم او کره ورسېږي.
هغه د بدخشان د نښتو په اړه هم ویلي، چې د دغو پېښو په تړاو د خپرېدونکو مطالبو ډېره برخه اوازې دي او له واقعیتونو سره سمون نهلري.
دغه راز یو شمېر چارواکو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په ځلولو کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په اوسني عصر کې رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهمه وسیله ده او اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې رسنۍ او خبریالان د حکومتي مسوولانو له لوري معلوماتو ته پر بشپړ او پر وخت لاسرسي ټینګار کوي.