تازه خبرونه
د بریټانیا د سفارت چارسمبالي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره وکتل
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د تلې نهمه) د دغه بنسټ مسوولینو د بریټانیا له ډیپلوماټ سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه بحث او اندونه وړاندې کړل.
د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت چارسمبالي رابرټ ډیکسن په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د تلې نهمه) د دغه بنسټ مسوولینو د بریټانیا له ډیپلوماټ سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه بحث او اندونه وړاندې کړل.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند له خصوصي سکټور سره د دولت د هراړخیز ملاتړ د یادونې پر مهال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د هېواد د خصوصي سکټور د همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر ښه کولو او په دې اړه د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار څرګند کړ.
نوموړي د بريټانيا له چارسمبالي څخه وغوښتل، چې له نړيوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په خلاصون او د پيسو د لېږد پر وړاندې د خنډونو لرې کولو کې همکاري وکړي، چې خصوصي سکټور ته يې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.
ویل کیږي، چې افغانستان جنوبي آسیا له منځنۍ آسیا سره نښلوي او د افغانستان له لارې هم ټرانزیټ عادي روان دی.