تازه خبرونه

د بریټانیا لومړي وزیر استازي په افغانستان کې د ا.ا له مشرانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکړی؛ د انګلستان لومړي وزیر بورس جانسن ځانګړي استازي سایمون ګیس په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني او نورو مشرانو سره وکتل او د بشري ناورین د مخنیوي پر لارو چارو او یو لړ نورو مسایلو وغږېدل.

د بهرنیو چارو وزارت دفتر د سې شنبې پر ورځ (د تلې ۱۳) څرګنده کړې؛ د افغانستان لپاره د جانسن لوړپوړي استازي سایمن ګیس د اسلامي امارت د یو شمېر مشرانو په ګډون له امیر خان متقي، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي سره ولیدل.

دغه راز په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لارې افغانستان سره د خپل هېواد د بشر دوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

سایمون ګیس د افغان نجونو د لوړو زدکړو پر پیلولو او د لږکیو پر حقونو هم ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان به بهرنیو هېوادونو ته پر ګواښ نه بدلیږي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دوی په دې خبرې وکړې، چې څنګه انګلستان کولی شي له افغانستان سره د بشري ناورین په حل کې مرسته وکړي، د تروریستي هڅو مخه ونیول شي او د هغو کسانو پر خوندي وتلو بحث شوی، چې له هېواد وتل غواړي.

 دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې  د لومړي وزیر د استازي سایمن ګیس تر څنګ په دوحه کې د دغه هېواد د سفارت چارسمبالي مارتین لانګدن هم حضور درلود.

Trending

Exit mobile version