نړۍ

د بریټانیا لومړي وزیر له روسیې وغوښتل، چې پر اوکراین برید ونکړي

Published

on

د بریټانیا لومړی وزیر د روسیې د احتمالي برید د مخنیوي او د ډیپلوماتیکو هڅو د پیل لپاره اوکراین ته سفر وکړي او له مسکو څخه به وغواړي، چې له بریده دډه وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې بوریس جانسن به په دې سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وګوري او د هغو لسګونه زره روسي سرتېرو په اړه، چې اوکراین ته نږدې پرتې دي او لویدیځ ترې وېره احساسوي؛ خبرې وکړي.

امریکا، اروپايي اتحادیه او بریټانیا وايي؛ روسیه اوس د اوکراین پر ضد د اقدام کولو وړتیا لري او جانسن خبرداری ورکوي، چې که مسکو دا کار وکړي؛ نو له یوه ناورین سره به مخ شي.

جانسن له سفر مخکې ویلي: مونږ له روسیې غواړو، چې شاتګ وکړي او د ډیپلوماټیک حل موندلو لپاره په خبرو کې برخه واخلي او د وینو تویولو مخه ونیسي.

دا د هر اوکرایني حق دی، چې څنګه اداره ولري. د یو ملګري او ډیموکراټیک ونډوال په توګه، انګلستان به د هغو کسانو په مقابل کې، چې د اوکراین پرځول غواړي؛ د دې هېواد له حاکمیته ملاتړ وکړي.

د بوریس جانسن دغه لیدنه په نړیوالو چارو کې د یوه لوبغاړي په توګه د انګلستان د موقعیت ښکارندویي کوي.

بریټانیا د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې هر راز یرغل به پر روسیي شرکتونو او له کریملین سره د نږدې اړیکې لرونکيو خلکو د بې ساري بندیزونو لګولو لامل شي.

حکومت نیت لري، چې د روسیې ترټولو ډېر پانګوال پر نښه کړي او پر شتمنیو یې بندیزونه ولګوي.

د نوموړي دفتر څرګنده کړې؛ جانسن به زیلینسکي ته ډاډ ورکړي، چې بریټانیا به اوکراین ته له سټراټیژیک ملاتړ ډاډ ورکړي.

بریټانیا اوکراین ته دفاعي آسانتیاوې او روزنیز پرسونل استولي دي. که څه هم ویل شوي، چې د جنګي سرتېرو ځای پرځای کول امکان نلري.

Trending

Exit mobile version