نړۍ
د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن هند ته رسیدلی
د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د پنجشنبې پر سهار ( د غویی لومړۍ / د اپریل ۲۱ ) په دوه ورځني سفر هند ته رسيدلی دی.
بوریس جانسن د احمد آباد د لویدیځ په ګجرات کې، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته ترټولو ښه او لوی ښار دی؛ راکښته شو.
تمه ده، چې هغه به د سابرماتي شیند ته نږدې د هند د آزادۍ د سمبولیک مبارز مهاتما ګاندي له استوګنځي هم لیدنه وکړي.
نوموړی به د یوه بریټانوي شرکت لخوا پرانستل شوې نوې کارخونې لیدنه وکړي او د ساینس، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخه کې به د پانګونې او همکارۍ اعلان هم وکړي.
بریټانیا ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې د دې هېواد یو لومړی وزیر دغه ایالت ته سفر کوي.
جانسن به د جمعې پر ورځ ( د غویی ۲ / د اپریل ۲۲ ) له مودي سره وګوري او نوې دفاعي ملګرتیا او آزادې سوداګرۍ د تړون په اړه، چې دواړو هېوادونو پرې په جنورۍ میاشت کې بحث کړی؛ لیدنه ولري.
