تازه خبرونه

د بشري مرستو احتمالي بندېدو له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ اندېښمنې کړې

Published

on

له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو احتمالي بندیدو هغه کورنۍ اندېښمنې کړي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستیو کې د خواړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو ویلي، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره بودجه نه‌لري او ښايي، چې مرستې د پام وړ کمې یا بیخې بندې شي.

د راپورونو له مخې؛ اته ویشت میلیون افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

دې راپورونو له اقتصادي ستونزو سره مخ افغانان، چې ژوند یې د نړیوالو بنسټونو پر بشري مرستو پايي سخت په اندېښنه کې اچولي دي.

يو بې‌وزله کابل ښاري وايي: زمونږ ستونزې ډېرې دي، مونږ يو کيلو غوړي هم نه‌شو اخيستلاى.

یو بل بې‌وزله هېوادوال ويلي: له اسلامي امارت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې کار او بار وي او وخت ښه تېر شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، د بشري مرستو بندیدل به د خلکو پر ژوند منفي اغېز وکړي.

هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود په دې باور دي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو بندول به د بشري ناورین د پراخیدو لامل شي او ملګري ملتونه باید د وضعیت د څارنې او د مرستو د دوام لپاره پخپل وخت هڅې وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې وه، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د دې پروګرام بودجه به په راتلونکیو درې میاشتو کې پای ته ورسیږي. همدارنګه اوچا  یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه، چې په دوه زره درویشتم کال کې د غوښتل شویو پیسو ایله پېنځه سلنه یې له مرستندویانو ترلاسه کړي دي.

Trending

Exit mobile version