تازه خبرونه

د بغلان روغتون مشر په موخه ییز برید کې وژل شوی

Published

on

Last Updated on: کب ۶, ۱۳۹۹

کورنیو چارو وزارت منلې، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مشر خلیل الرحمن نرمګوی د سې شنبې پر ورځ مازیګر مهال د وسلوالو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د نی د رسنیو ملاتړ بنسټ څرګنده کړې، چې نرمګوي په بغلان کې د خبریالانو ټولنې پخوانی مشر هم و.

دغه راز په ډاګه شوې؛ نرمګوی د مرکزي بغلان ولسوالۍ پلخمري ښار ته پر لاره و،  چې د سرک پنج په اړوند سیمه کې پر ډزو ووژل شو.

دغه راز نی له حکومته غوښتي، چې د پېښې مجرمین ونیسي او په دې اړه قانوني څېړنې تر سره کړي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

نی ویلي، چې په تېرو څو وروستیو میاشتو کې اته خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې موخه ییزې وژنې ډېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version