بی بی سی پښتو

د بلخ بزګران؛ حاصلات مو ډېر شوي، خو پنځه ځایه باج ورکوو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۳۹۹)
BBC

نجیب الله پاڅون

بي بي سي

د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي.

د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ اداره وايي سږ کال په دې ولایت کې د ښو او په وخت ورښتونو سره د کرنې او مېوو حاصلات ډېر شوي او د وړاندوینې له مخې د موسمي مېوو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

بزګران وايي، که له یوه پلوه یې حاصلات ډېر شوي بلخوا د دوی د کورني اقتصاد په برخه کې څه بدلون نه دی راغلی.

د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي.

رمضان سږ کال د مزار شریف لوېدیځ لوري چاربولک ولسوالۍ کې په پنځوس جریبه ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرلې چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږ کال حاصلات ښه دي، نوموړی وایي هر ځل د مزار د مېوو ترمارکېټه پنځه ځایه ناقانونه پیسې ورکوي.

رومیان او بینډۍ د مزار شریف له مشهورو ترکاریو دي او له موسمي مېوو الو، شفتالو، زردالو څخه نیولې تر خټکیو، هندواڼو او لوبلايي خټکیو پورې په هېواد کې ځانګړی ځای او نوم لري.

په دې ولایت کې سږ کال حاصلات ډېر دي خو بزګرانو لپاره د خوښۍ خبر هم نشته، ځکه دوی باید د ګټې پیسې څو ځایه ووېشي.

د طالبانو عشر

د مېوو یو سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل طالبان د ځمکو له سر څخه لسمه برخه حق اخلي له هغې نه وروسته بیا سیمیز زورواکي او په لویه لار کې امنیتي پوستو ته هم نوبت رسېږي.

د باج اخیستنې ستونزه یوازې د ځمکو سر او لویو لارو پورې نه پاتې کېږي، په مزار ښار کې د مېوو درې مارکېټه دي چې دغو مارکېټونو ته د بزګرانو لخوا د مېوو پر وړلو هر وخت جګړه رامنځ کېږي تر دې دمه څو ځله د مېوو مارکېټ دوکاندارانو اعتراضونه کړي خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس ډاکتر محمد افضل حدید په خبره دغه ستونزه تر دې دمه نه ده حل شوې.

نوموړی وايي “درې مارکېټونو د مزار بزګرانو ته لویه ستونزه رامنځ ته کړې چې زه دغه ستونزه تاییدوم کله چې د میوو حاصلات راوځي ورسره جنجالونه هم رامنځ ته کېږي. او دغه درې مارکېټه د بلخ د درې زورواکو دي. په همدې توګه دوی بزګرانو ته ستونزې جوړې کړي، یو مارکېټ وايي هندواڼې زما حق کېږي بل وايي تازه مېوه زما حق ده.”

BBC
د کورونا وېروس له امله ګرځبندیزو او محدودیتونو هم بزګرانو ته ستونزې پیدا کړي

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وایي په لویو لارو کې د باج اخیستو ستونزه تر یوه ځایه حل شوې او که بیا هم ورته ستونزه پېښه شي امنیتي ځواکونه به ژر دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نوموړی وايي “په ناقانونه توګه د پيسو اخیستو په تړاو تر دې دمه چا شکایت نه دی کړی که دا ډول کسان ولایت ته راشي او خپله ستونزه وړاندې کړي ستونزې ته به یې ژر رسېدنه وشي. د مارکېټو د جنجال ستونزه هم تر یوه ځایه حل شوې.”

د کورونا وېروس له امله ګرځبندیزو او محدودیتونو هم بزګرانو ته ستونزې پیدا کړي یو شمېر بزګران وايي د قرنطین په پلمه پیسې ترې اخیستل کېږي په داسې حال کې چې اوس دولت محدودویتونه لرې کړي خو بیا هم په لویو لارو کې دغه ستونزه روانه ده.

Trending

Exit mobile version