Connect with us

تازه خبرونه

د بلخ والي پر مشرۍ لوړپوړي پلاوي د شمال‌لویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو لیدنه وکړه

د بلخ ولایت والي د رسنیو دفتر ویلي؛ دغه پلاوی د مرکزي امنیتي کمیسیون پر استازیتوب او د اسلامي امارت د رهبر پر ځانګړي هدایت، د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د تلې شپږمه / ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ربیع‌الثاني میاشتې پر پېنځلسمه سیمې ته تللی دی.

خپور شوی

د

د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا پر مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو د ادارو لوړپوړي پلاوي د شمال‌لویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو، د بامیان له یو شمېر ولسوالیو او د بامیان له مرکز څخه لیدنه کړې ده.

په پلاوي کې د دفاع وزارت د نظامي چارو سلاکار سید عبدالجبار آغا، د کورنیو چارو وزارت د ستر معینیت استازی عطاوالله انوري، د استخباراتو عمومي ریاست استازی سید محمد یاسین آغا، د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق راشد، د سرپل امنیه قومندان نیک محمد ملنګ، د بلخ زون د هوايي لوا قومندان نعمت‌الله احمدي او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولانو ګډون درلود.

د بلخ والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ پلاوي د بلخ اړوند البرز، زارع، کشندې، سپین‌خاک، شولګره، مارمل او چارکینت ولسوالیو، د سرپل اړوند الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو، د سمنګان اړوند دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین ولسوالیو او د بامیان اړوند کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دوه‌یمې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو ته سفر کړی دی.

پلاوي د بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان او بغلان ولایتونو ترمنځ د ګډو سیمو او بامیانو مرکز ته غځېدلو لارو په اوږدو کې له امنیتي او نظامي مسوولانو، علماوو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ناستې کړې دي.

د دغو ناستو پر مهال خلکو خپلې بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې. د سړکونو د خدماتو د پراختیا، ښوونځیو او مدرسو ته د پاملرنې، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د منظور شویو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې له مهمو موضوعاتو څخه وې.

همداراز خلکو د کانونو د استخراج پر مهال د ولسي ګټو په پام کې نیولو، د کانونو د استخراج د چارو د روڼتیا، د اوبو د مدیریت او د اوبو د لېږد لپاره د معیاري ویالو او پایپونو د جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم مطرح کړې دي.

پلاوي خلکو ته د اسلامي امارت د مشر او د درې‌ګونو امنیتي ادارو د مسوولانو سلامونه او ډاډ رسولی او ویلي یې دي، چې د ولسونو مطرح شوې غوښتنې به ثبت او د حل لپاره به یې له اړوند مسوولانو سره شریکې کړي.

د پلاوي غړو له خلکو غوښتي، چې له حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د نظام یا ولس د امنیت پر وړاندې د ناوړه اقدام نیت ولري، امنیتي ادارو ته یې ور وپېژني.

پلاوي له سیمه‌ییزو مسوولانو هم غوښتي، چې د ولسونو د ستونزو د حل، له علماوو سره د ښې همغږۍ، د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي.

د بلخ د رسنیو دفتر ويلي، دا د دغه پلاوي لومړی سفر نه‌دی او له دې مخکې یې هم لرې‌پرتو سیمو ته سفرونه کړي او له مسوولانو، علماوو او ولسونو سره یې د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې ثبت کړې دي، چې د حل لپاره به اړوند ادارو ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

Published

on

د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

Published

on

د عدلیې وزارت ویلي: د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه، چې د اسلامي امارت د مشر له‌خوا جوړه او صادره شوې؛ په رسمي جریده کې خپره شوې ده.

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدی شي.

په لایحه کې راغلي، چې د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالمان یا په خپله سیمه کې منل شوي شخصیتونه وي، صالح، دیندار او امانت‌ساتونکي واوسي او په شرعي علومو او ټولنیزو چارو کې کافي پوهه او بصیرت ولري.

د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اړتیا په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د مسوولانو د فعالیتونو او چلندونو سمون، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر بېلاروس ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه سفر د بېلاروس په دوه‌یم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون او د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کیږي.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ د بېلاروس جمهوریت پر رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه سفر د بېلاروس په دوه‌یم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون او د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کیږي.

ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر پر مهال د دې نندارتون د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز نوموړی به د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري. په دغو لیدنو کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د نویو همکاریو پر فرصتونو خبرې او نظرونه وړاندې شي.

تمه ده، چې دغه سفر د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، صنعتي همکاریو د زیاتېدا او د پانګونې د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!