تازه خبرونه
د بلخ والي پر مشرۍ لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو لیدنه وکړه
د بلخ ولایت والي د رسنیو دفتر ویلي؛ دغه پلاوی د مرکزي امنیتي کمیسیون پر استازیتوب او د اسلامي امارت د رهبر پر ځانګړي هدایت، د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د تلې شپږمه / ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ربیعالثاني میاشتې پر پېنځلسمه سیمې ته تللی دی.
د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا پر مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو د ادارو لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو، د بامیان له یو شمېر ولسوالیو او د بامیان له مرکز څخه لیدنه کړې ده.
په پلاوي کې د دفاع وزارت د نظامي چارو سلاکار سید عبدالجبار آغا، د کورنیو چارو وزارت د ستر معینیت استازی عطاوالله انوري، د استخباراتو عمومي ریاست استازی سید محمد یاسین آغا، د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق راشد، د سرپل امنیه قومندان نیک محمد ملنګ، د بلخ زون د هوايي لوا قومندان نعمتالله احمدي او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولانو ګډون درلود.
د بلخ والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ پلاوي د بلخ اړوند البرز، زارع، کشندې، سپینخاک، شولګره، مارمل او چارکینت ولسوالیو، د سرپل اړوند الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو، د سمنګان اړوند درهصوف بالا او درهصوف پایین ولسوالیو او د بامیان اړوند کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دوهیمې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو ته سفر کړی دی.
پلاوي د بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان او بغلان ولایتونو ترمنځ د ګډو سیمو او بامیانو مرکز ته غځېدلو لارو په اوږدو کې له امنیتي او نظامي مسوولانو، علماوو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ناستې کړې دي.
د دغو ناستو پر مهال خلکو خپلې بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې. د سړکونو د خدماتو د پراختیا، ښوونځیو او مدرسو ته د پاملرنې، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د منظور شویو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې له مهمو موضوعاتو څخه وې.
همداراز خلکو د کانونو د استخراج پر مهال د ولسي ګټو په پام کې نیولو، د کانونو د استخراج د چارو د روڼتیا، د اوبو د مدیریت او د اوبو د لېږد لپاره د معیاري ویالو او پایپونو د جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم مطرح کړې دي.
پلاوي خلکو ته د اسلامي امارت د مشر او د درېګونو امنیتي ادارو د مسوولانو سلامونه او ډاډ رسولی او ویلي یې دي، چې د ولسونو مطرح شوې غوښتنې به ثبت او د حل لپاره به یې له اړوند مسوولانو سره شریکې کړي.
د پلاوي غړو له خلکو غوښتي، چې له حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د نظام یا ولس د امنیت پر وړاندې د ناوړه اقدام نیت ولري، امنیتي ادارو ته یې ور وپېژني.
پلاوي له سیمهییزو مسوولانو هم غوښتي، چې د ولسونو د ستونزو د حل، له علماوو سره د ښې همغږۍ، د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي.
د بلخ د رسنیو دفتر ويلي، دا د دغه پلاوي لومړی سفر نهدی او له دې مخکې یې هم لرېپرتو سیمو ته سفرونه کړي او له مسوولانو، علماوو او ولسونو سره یې د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې ثبت کړې دي، چې د حل لپاره به اړوند ادارو ته وړاندې شي.
تازه خبرونه
په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د هلمند سیمهییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه
د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.
د عدلیې وزارت ویلي: د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه، چې د اسلامي امارت د مشر لهخوا جوړه او صادره شوې؛ په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.
د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدی شي.
په لایحه کې راغلي، چې د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالمان یا په خپله سیمه کې منل شوي شخصیتونه وي، صالح، دیندار او امانتساتونکي واوسي او په شرعي علومو او ټولنیزو چارو کې کافي پوهه او بصیرت ولري.
د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اړتیا په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د مسوولانو د فعالیتونو او چلندونو سمون، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي.
تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر بېلاروس ته ولاړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه سفر د بېلاروس په دوهیم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون او د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ د بېلاروس جمهوریت پر رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه سفر د بېلاروس په دوهیم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون او د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کیږي.
ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر پر مهال د دې نندارتون د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز نوموړی به د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري. په دغو لیدنو کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د نویو همکاریو پر فرصتونو خبرې او نظرونه وړاندې شي.
تمه ده، چې دغه سفر د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، صنعتي همکاریو د زیاتېدا او د پانګونې د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي.
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
څار4 days agoڅار: په پاکستان کې د کورني سیاسي بحران د پراخېدو اندېښنه
