تازه خبرونه
د بلخ پر والي محمد داوود مزمل د برید عامل ونیول شو

د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، د بلخ پر والي محمد داوود مزمل، د تبیان پر فرهنګي مرکز، د شیعهګانو پر سه دکان جومات او د سمنګان پر یوه فلانکوچ موټر، چې ملکي وګړي یې لېږدول او د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې د ایبک دیني مدرسې د بریدونو عامل ونیول شو.
د ملي امنیت ریاست د څرګندونو له مخې؛ نیول شوی کس عین الدین محمد د عبدالوکیل زوی دی، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې یې د داعش ډلې د څارنې په برخه کې فعاله ونډه درلوده.
تازه خبرونه
امریکا پر سراج الدین حقاني لګېدلی د۱۰ میلیون ډالرو انعام لغوه کړ- سرچینې

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې امریکا د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د دوه نورو غړو عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني لپاره ټاکل شوي انعامونه لغوه کړي دي.
تازه خبرونه
د کابل او اسلامآباد ترمنځ پر سوداګریزو او ټرانزیټي ننګونو خبرې وشوې
د صنعت وزارت د شنبې پر ورځ( د وري دوهیمه) د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ننګونو د بیاکتنې، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو مخنیوي او د مهمو اقتصادي مسلو د حل لپاره جوړه شوې وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د منظمو دوه اړخیزو غونډو د ترسره کولو، د سوداګریزو اړیکو عادي کولو، د ترجیحي سوداګرۍ تړون نهایی کولو او د کابل او اسلامآباد ترمنځ سوداګرۍ- ټرانزیټ تړون پورې اړوند مسلو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د صنعت وزارت د شنبې پر ورځ( د وري دوهیمه) د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ننګونو د بیاکتنې، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو مخنیوي او د مهمو اقتصادي مسلو د حل لپاره جوړه شوې وه.
د یاد وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر، پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د سفر د پروګرام، د سوداګریزو خنډونو د ارزونې، د موسمي اړتیاوو د پوره کولو او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه هم بشپړې خبرې وشوې.
نورالدین عزیزي له دې سفر هرکلی وکړ او وایي، چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوریو په ځانګړي توګه د سوداګرۍ په برخه کې یو مثبت او رغنده ګام دی.
هغه د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او راتلونکی کرنیز موسم یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د ودې لپاره یو فرصت وګاڼه.
دواړو خواوو د ګډو بحثونو پر دوام او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بهیر د اسانتیا لپاره د عملي اقداماتو پر غوره کولو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
تحول: په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې د نړۍ د بدلونونو ارزونه

-
لوبی5 days ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
په هلمند کې پر ۱۶ جریبه ځمکه ژوبڼ جوړ شو
-
نړۍ4 days ago
پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د تورخم دروازه نن له ۲۵ ورځو تړل کېدا وروسته بیا پرانیستل کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د پاکستان دښمن ندی – عمران خان
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او زیلینسکي د همکارۍ هوکړه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
مکرون له محمد بن سلمان سره د غزې او اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړې