تازه خبرونه

د بندیانو په پوره خوشې کیدو کې پاتې راتللو، خپلمنځي خبرې وځنډولې ـ طالبان

Published

on

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي غوره شوی ویاند محمد نعیم وردګ تېره شپه په ډاګه کړې؛ تر دې دمه د بندیانو د خوشې کولو بهیر بشپړ شوی ندی، چې بندیانو مو بشپړ خوشې شي؛ نو خبرې به هم پیل شي.

هغه خپلمنځي خبرو ته د طالب پلاوي له چمتووالی هم خبر ورکړی دی.

په دې اړه نور جزئیات په ډاګه شوي ندي؛ خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د شپږ بندیانو له خوشې کیدو پرته بله کومه جدي ستونزه نشته او دوی د پاتې بندیانو د خوشې کیدو په تمه دي.

دا له خوشې کیدو پاتې شپږ کسان د آسترالیایي او فرانسوي سرتېرو د وژلو مسوول دي؛ خو ویل شوي، چې دوی به د خوشې کیدو پرځای تر څارنې لاندې قطر ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې خبرو ته طالب پلاوي د یکشنبې پر ورځ خپله لومړۍ ناسته تر سره کړې ده.

د طالبانو د څرګندونو له مخې، غونډه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه.

د یادونې ده، چې مولوي عبدالحکیم حقاني د خپلمنځی خبرو لپاره د ۲۱ کسیز طالب پلاوي د مشرتابه لپاره او داکتر محمد نعیم وردګ د سهیل شاهین پر ځای د قطر د سیاسي دفتر د ویاند په توګه ټاکل شوي دي.

Trending

Exit mobile version