سیمه ییز خبرونه
د بنو د پوليسو په مرکزي دفتر کې ۳ پاکستاني پوليس ووژل شول
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامپالو جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر برید وکړ؛ درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د ولايت امنيه قومندان اختر حيات رويټرز خبري سرچینې ته ويلي؛ وسلوالو د بنو د امنيه قومندانۍ او د استوګنې پر يوه کمپلکس برید د پېنځه ځانمرګو بريد کوونکي پر وژلو پای ته رسېدلی دی.
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
د راپور له مخې؛ پېښه د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې د شمالي وزیرستان له ناکراره قبایلي سیمې سره د پاکستان او افغانستان پر پوله پرته ده، ګې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه شاوخوا ۳۵۰ کیلومټره لرې ده.
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یوه ویاند د دغه برید مسوولیت منلی دی.