تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو د ستنیدو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی

د امریکا مرکزي قومنداني (سینټکام) د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې د دفاع وزارت له شاوخوا د سي – ۱۷ ۳۰۰ باره توکو سره وتلي او شاوخوا ۱۳۰۰۰ بېلابېل تجهیزات یې د له منځه وړلو لپاره د دفاع لوژیستیکې ادارې ته سپارلي دي.
د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا حکومت څرګنده کړې، چې دوی په رسمي بڼه تر دې دمه ۶ پوځي اډې له اړوند آسانتیاوو سره د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.
سینټکام ویلي، چې د اټکل له مخې؛ امریکا د ۳۰ او ۴۴ سلنې تر منځ د سرتېرو ایستلو بهیر بشپړ کړی.
د دې کال په پیل کې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې د سپټمبر پر ۱۱ نېټه به د دوی ټول سرتېري ووځي.
امریکایي چارواکو د امنیتي دلایلړ له مخې په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په څو راتلونکیو ورځو کې به د امریکا له ټولو ستر پوځي مرکز او هوایي اډه بګرام د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي.
for not divulging details.
تازه خبرونه
د ازبکستان ولسمشر او د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې د ۷۸ غونډې په څنډه کې د پاکستان له لنډمهالي لومړي وزیر انوارحق کاکړ سره په نیویارک کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړه لوري د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ترانسپورت په اړوند برخو راوڅرخېدل او تر څنګ یې د ازبکستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې وشوې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د حالاتو او وروستیو پرمختګونو د ارزونې ترڅنګ پر سیمه ییز امنیت هم خبرې وکړې.
په دې خبرو کې ټینګار وشو، چې د افغان – ترانس د اوسپنې پټلۍ جوړول د سیمې یوه مهمه پروژه ده.
تازه خبرونه
امریکا او اسلامي امارت د نشهيي توکو پر مخنیوي بحث او خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دیکر د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د اقداماتو په اړه دوه اړخیز بحث او خبرې وکړې.
نوموړې د ایکس پاڼې په یو لړ پوستونو کې څرګنده کړې: ما او همکارانو مې د اسلامي امارت له یوه کاري پلاوي سره په دوحه کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو بشري ملاتړ، د مخدره توکو تولید، مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې وکړې.
کرن دیکر زیاته کړې: دا غونډه پهدې راوڅرخېده، چې نړیواله ټولنه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو اړوند برخو کې د افغان ښځو د ښکېلتیا په اړه څومره مرسته کولی شي؛ ځکه دا کار مونږ ته حیاتي دی، ډېر ارزښت لري او مونږ به له دوی پرته بریالي نهشوو.
دغه راز په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت استازي سهیل شاهین هم پر ایکس پاڼې لیکلي او څرګندوي، چې له کابل څخه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د پلاوي غړیو؛ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر جانان عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال رحمان قاسمي، د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدونو چارو مرستیال میرویس قادري ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړې؛ دوی د کوکنارو د کښت، د نشهيي توکو د قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د هڅو په اړه پراخې خبرې وکړې. مونږ د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې او نړیوالې ټولنې هرکلی کوو او غواړو؛ په افغانستان کې دې له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي، چې د کوکنارو کښت یې له منځه وړی دی.
نوموړي زیاته کړې: په هرصورت په افغانستان کې هغه کروندګر، چې کروندې یې له کوکنارو پاکې شوي؛ د بديل معيشت پروژې ته سخته اړتيا لري.
تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه پاکستان بیا هم اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې کول غواړي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د امریکا د نیویارک ښار په یوه غونډه کې ټینګار څرګند کړ، چې د پاکستان پر خلاف د تي تي پي او د داعش خراسان څانګې له لوري د افغانستان د خاورې کارول د اسلاماباد لویه اندېښنه ده.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ دوی اندېښنه لري، چې تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
جلیل عباس جیلاني وایي: مونږ دا ردوو، چې ترهګري له کوم هېواد، قوم او مذهب پورې وتړل شي. مونږ غواړو، چې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ترهګري له منځه یوړل شي. د پاکستان لپاره دا مهال تر ټولو لویه اندېښنه د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې هغه وړتیاوې دي، چې غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. مونږ په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره له نږدې خبرې کوو.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې ښې پایلې لرلی شي.
په همدې وخت کې د روسیې دفاع وزیر ایران ته د خپل سفر پر مهال د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د ایران له یوه جګپوړي پوځي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان او سوریې پر مسایلو هم خبرې وکړې. تر اوسه د دغو خبرو جزئیات رسنیو ته پر ډاګه شوي نهدي.
اسلامي امارت له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه هر ډول اندېښنه بې بنسټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هر ډول اندېښنې ردوي او ټینګار کوي، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان واقعیتونه ومني او ډاډه شي، چې افغانستان د کوم هېواد لپاره ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت په پاکستان کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی.
اسلامي امارت ويلي، د پاکستان اوسنی وضعیت د هغه هېواد کورنۍ مسله ده؛ افغان حکومت او همدارنګه په هغه هېواد کې میشت افغان کډوال په کې هیڅ راز ښکېلتیا نهلري.
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یوه افغان کارګر سر پرې شوی مړی موندل شوی
-
لوبی5 days ago
د کرکت نړیوال جام په درشل کې د درجه بندۍ د لومړي مقام خپلولو لپاره تودې هڅې روانې دي
-
لوبی2 days ago
د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینهوو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې ګډ کمیسیون جوړ شي – مولانا فضل الرحمن
-
لوبی4 days ago
افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې دې ځورونې بندې او د بندیانو حقونه ژر تر ژره خوندي شي – یوناما
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړه
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه