Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یو پلاوی ناروې ته سفر کوي

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی سبا (شنبه د سلواغې ۲) ناروې ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټ کې دا سفر تائید کړی؛ خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.

رویټرز د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، چې ټاکل شوې د ناروې پلازمېنه اوسلو د دوه ورځو په دننه کې د افغانستان په اړه د اسلامي امارت د استازیو په ګډون د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

د ناروې حکومتي سرچینو ویلي، چې په دې غونډه کې به د اسلامي امارت پر پلاوي سربېره د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون د بېلابېلو برخو استازي هم ګډون وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت استازي به د ناروې له چارواکو او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د دغه هېواد د متحدینو له استازیو سره هم وویني.

سرچینې زیاته کړې؛ د اسلامي امارت استازي به د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو او هغو اشخاصو سره هم وویني، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره بېلابېلې دندې ترسره کوي.

دغه راز ویل شوي، چې دا غونډې طالبانو ته د مشروعیت یا رسمیت پېژندنې معنا نلري، بلکې هېواد یې له اسلامي امارت سره د بشري حقونو د وضعیت او په ټولنه کې د ښځو د ونډې د ښه کولو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه هڅو د پیاوړتیا په لټه کې دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویټفیلډ ویلي: مونږ اجازه نه ورکوو، چې سیاسي وضعیت د یو ستونزمن بشري ناورین لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې یوه پلاوي څه وخت مخکې کابل ته سفر کړی و او د اسلامي امارات له چارواکو سره یې د بشري حقونو د وضعیت او بشري ناورین په اړه خبرې کړې وې.

تازه خبرونه

په جوزجان کې د یوې مور له پېنځه نویو زېږیدلو ماشومانو یو مړ و

سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.

Published

on

د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځه‌ویشتمه) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار په یوه خصوصي روغتون کې د جوزجان ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ یوې مور پېنځه ماشومان وزیږول.

سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.

د ماشومانو پلار صالح محمد ویلي؛ د هغه میرمن له یوې اوونۍ راپدېخوا په یوه خصوصي روغتون کې تر روغتیایي څارنې لاندې وه، چې اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

صالح محمد له حکومت غوښتي، چې د دغو ماشومانو د پالنې په لومړیو ورځو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کې دا زېږون یوه بې‌سارې روغتیایي پېښه ګڼل شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د هېوادوالو ترمنځ بېلابېل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلام‌آباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.

هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.

اسلام‌آباد پرله‌پسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نه‌ورکوي.

ترکیې او قطر د اسلام‌آباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.

د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.

ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلام‌آباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.

ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلام‌آباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!