پرمختګ او بشپړتیا
د بيات بنياد د غذايي موادو د مرستې لړۍ د باريك اب ښار گوټي ته ورسيده
بيات بنياد د كابل د قرباغ ولسوالۍ په باريك اب ښار گوټي كې له څه د پاسه يوسل و پنځوس كډوالو كورنيو سره د غذايي موادو مرسته وكړه.
دا كورنۍ په ځانگړې توگه په روژه كې د ژوند له نا وړه شرايطو څخه سرټكوي او په دې مباركه مياشت كې د بيات بنياد مرستې يو بشردوستانه گام گڼي.
د بيات بنياد عمومي رييس انجينراحسان الله بيات بېوزلو كورنيو ته د مرستې د وېش پروخت وويل، چې:
د روژې په مباركه مياشت كې به د پنځو ميليون افغانيو په بيعه غذايي مواد پر بېوزلو كورنيو وويشي.
د آريانا راډيو – ټلويزيون د څرگندونو له مخې د كابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ د باريك آب د سيمې له ۲۰۰ ډېرې كورنۍ، چې له ۱۳۸۴ل كلونو وروسته له گاونډيو هېوادونو ته راستانه شوي او په دې ځاى كې اوسيږي.
دا كسان د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له كموالي شكايت كوي.
د دې خلكو اړتياوو ته په پام بيات بنياد له دې خلكو سره د مرستې او خواخوږۍ په خاطر له دې كورنيو سره د غذايي توكو مرسته وكړه.
په دې مرسته كې اوړه ، وريجې، غوړي، چاى، بوره او نور خوراكي توكي شامل دي، چې له ۱۵۰ څخه په ډېرو كورنيو ووېشل شول.
د بيات بنياد عمومي رييس انجنير احسان الله بيات پر كورنيو د مرستو د وېش پرمهال وويل، چې:
دغه بنياد د ژمي په موسم كې د بېړنيو مرستو ترڅنگ، چې له اغېزمنو خلكو سره كيږي له اړو كورنيو سره هم د غذايي توكو مرسته په پام كې نيول شوې، چې په مركز او ولايتونو كې په اړو كورنيو ويشل كيږي
د باريك آب د استوگنې د ښارگوټي اوسيدونكي، چې د بيات بنياد له خوا ورسره مرسته شوې خوښي څرگندوي.
ددې خوراكي توكو له وېش سره په يوه وخت د بيات بنياد روغتيايي ډلې د دې ښارگوټي ناروغان، چې ډېريې ښځې او ماشومان دي، درملنه او د درملو مرسته وكړه.
د دې ترڅنگ بيات بنياد يوه زياته اندازه درسي توكي، چې د ښوونځي بيكونه ، كتابچې او قلمونه په كې شامل ول په دې سيمه كې پر زده كوونكيو ووېشل، چې دا زده كوونكي زده كړې ته وهڅول شي.
د بيات بنياد مسوولين وايي:
د پېنځه ميليون افغانيو په بيعه يې غذايي توكي چمتو كړي، چې د مركز او ولايتونو د روژې په مباركه مياشت كې په اړو او بې وزلو كورنيو ووېشل شي .