تازه خبرونه
د بګرام پر پوځي مرکز توغندیز برید شوی – چارواکي
د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار (شنبه د لیندۍ ۲۹) د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر پوزي مرکز توغندیز برید شوی.
د پروان والي ویانده وحیده شهکار آریانا نیوز څرګندوي: د دولت وسلوالو مخالفانو غوښتل، چې د بګرام ولسوالۍ د قلندرخېل له کلي د ناټو ځواکونو پر پوځي مرکز ۱۲ توغندي وتوغوي؛ خو پر اډه پېنځه توغندي وتوغول شول او د پاتې نورو پر توغولو بریالي شوي ندي.
شهکار زیاته کړې، چې په پېښه کې د سیمې خلک زیانمن شوي ندي؛ خو په اډه کې دننه د تلفاتو جزئیات په ډاګه شوي ندي.
یو شمېرسرچینو آریانا نیوز ته تائید کړې، چې په بګرام کې میشت د ناټو د پرېکنده ملاتړ ځواکونو پر پوځي اډه د توغندیز برید د طالبانو لخوا شوی.
تر دې دمه وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
