روغتيا
د بېزو ګي تڼاکې د عامې روغتیا لپاره د منځنۍ کچې خطر رامنځته کړی
د یکشنبې پر ورځ د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د بېزوګي تناکې یا چیچک په نړیواله کچه د عامې روغتیا لپاره د منځنۍ کچې خطر رامنځته کړی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ د عامې روغتیا د خطر کچه لوړېدلی هم شي که د دې ویروس ویروس د انساني بڼې مخه ونه نیول شي؛ ډېر واړه ماشومان به پرې اخته شي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي؛ د می تر ۲۶ پورې له ۲۳ غړیو هېوادونو څخه په ټولیزه توګه ۲۷۵ تائید شوې پېښې او ۱۲۰ شکمنې هغه راپور شوي، چې اصلي ندي. تر اوسه ترې د مرګ راپور ورکړ شوی ندی.
دې ادارې زیاته کړه، چې په څو بېلابېلو هېوادونو کې همهاله د بېزوګي تڼاکې ناڅاپي رامنخټه کېدل ښيي، چې د لېږد لامل یې ناڅرګند دی او یو شمېر پېښې یې د پیاوړتیا په حال کې دي.
دا یوه ساري ناروغي ده، چې د لویدیځ او مرکزي آفریقا په ځینو برخو کې پراخه شوې ده. دا د نږدې تماس له لارې خپریږي؛ نو په آسانۍ سره د ځان ګوښه کولو او حفظ الصحې په څېر د اقداماتو له لارې ترې ځان ساتلی شو.
په انګلستان، هسپانیه او پرتګال کې یې تر دې دمه ډېرې پېښې موندل شوې دي.
