سوداگري
د تاتارستان سوداګر په افغانستان کې پر تېلو او ګازو پانګونې ته لیواله شول
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کابل کې د تاتارستان جمهوریت له یو شمېر سوداګرو، د تېلو او ګازو د پروسس کمپنیو له استازو سره وکتل.
د تاتارستان سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ سره په لیدنه کې د تېلو او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې د خپلو کاري تجربو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، چې افغانستان پر یو منظم سیسټم سربېره د بشپړ امنیت درلودونکی دی او د پانګونې لپاره په کې ښه زمینه برابره شوې ده. دوی وایي؛ زمونږ کمپنۍ لیواله ده، چې د افغانستان د تېلو او ګازو د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د دوی د پانګونې له لیوالتیا هر کلی کړی او وایي، چې له نېکه مرغه افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري، چې په ځانګړي توګه اوس د هرات ولایت د تېلو او ګازو بلاکونه هم اعلان ته سپارل د تاتارستان مسلمان هېواد سوداګر هم کولی شي د هېواد د تېلو او ګازو په زېرمو کې پانګونه وکړي او دا وزارت به د خپلو اړوند قوانینو له مخې پوره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي نن په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او مل پلاوي سره د دې پروژې پر بېلابېلو خواوو هم بحث او خبرې کړې دي.