Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د تاجکستان ولسمشر د پولې په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې له عمومي منشي سره وکتل

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ په دوشنبه ښار کې د امام علي رحمان او ایمانقلي تاسماګبتوف ترمنځ ناسته له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام پر لومړي پړاو پلي کولو راوڅرخېدل.

خپور شوی

د

Tajik president and CSTO chief
د تاجکستان ولسمشر او د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي په یوه ناسته کې له افغانستان سره د هغه هېواد د پولې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ په دوشنبه ښار کې د امام علي رحمان او ایمانقلي تاسماګبتوف ترمنځ ناسته له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام پر لومړي پړاو پلي کولو راوڅرخېدل.

له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت لپاره د ګډ امنیتي تړون ټولنې پلان درې پړاوه لري، چې مسوده یې تېر کال دې ټولنې تصویب کړې ده او تمه ده، چې د ۲۰۲۹ کال تر پایه به پلي شي.

د ګډ امنیت تړون ټولنې لخوا د خپرې شوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې اصلي تمرکز له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام د لومړي پړاو پلي کول ول.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “د ناستې په بهیر کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ټولنې د هدفمند بین الحکومتي پروګرام د لومړي پړاو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي د لاسلیک شویو تړونونو په پلي کولو کې د غړو هېوادونو د رغنده او د ګټو پر بنسټ چلند ټینګار وکړ او د دې ګډ فعالیت په ټولو پړاوونو کې یې د ګوندونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.”

د تاجکستان پر ولسمشر سربېره د ډله‌ایز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي په دوشنبه ښار کې د دې هېواد له دفاع وزیر، امنیت شورا سکرتر، ملي امنیت لومړي مرستیال او د تاجکستان سرحدي ځواکونو قومندان سره هم ولیدل.

د ګډ امنیت تړون ټولنه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او د افغانستان پولې تر بل هر وخت ډېرې خوندي او ډاډمنې دي.

د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیتي تړون ټولنې بین الحکومتي پلان د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر پر درویشتمه د ګډ امنیتي تړون ټولنې د امنیت شورا د پرېکړې سره سم جوړ شو؛ خو دا مسوده د تېر کال په نومبر کې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د امنیت شورا لخوا تصویب شوه. د دې پروګرام پلي کول درې پړاوه لري او ټول پړاوونه به د ۲۰۲۹ کال تر پایه بشپړ شي.

 

سیمه ییز خبرونه

د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره  روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه  ورکړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

Published

on

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!