تازه خبرونه

د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته د مرستندویه ادارو د هڅو کچه راټیټه شوې

Published

on

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون په افغانستان کې د جګړو له ډېرېدو وروسته د مرستندویه ادارو د هڅو پر محدودېدږ اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې د ماشومانو د چارو کمیشنره راضیه صیاد وایي؛ په هېواد کې د جګړو له ډېرېدو سره په ځانګړي توګه د شمال خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

صیاد زیاته کړې، چې د جنګونو د ډېرېدو له کبله ډېري بنسټونه ندي توانیدلي، چې پخپل وخت اړو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

د هېواد په شمال کې یو شمېر مخکښانو د ملکي وګړیو د ژوندانه شرایط بحراني او ستونزمن بولي.

په بغلان کې مدني مخکښ محمد ناصر حیران ویلي: وضعیت خورا ډېر بحراني شوی؛ ملي او نړیوالو بنسټونو خپلې مرستې ځنډولي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اصلي اندېښنه په هېواد کې د جګړه او د جګړې په بهیر کې د زرګونه خلکو بې ځایه کیدل دي.

علي محمد نومي بې ځایه شوي ویلي: مونږ له حکومته غواړو، چې مونږ ته خپل پام راوګرځوي او خپلو کورونو ته مو د بېرته ستنیدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ولسوالۍ پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي، روسیې ته د طالبانو د خبرو یوه پلاوي په سفر کې ویلي، چې د بدخشان ۲۸ ولسوالۍ یې نیولي؛ خو د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي.

Trending

Exit mobile version