تازه خبرونه
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دغه وزارت د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکړ
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ويلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې دغه وزارت ۷ اعشاریه ۶ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، چې د ۱۴۰۰ ل. ل کال پر پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۲۶ ) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو په کابل کې د ترانسپورت او هوايي چلند د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې په دې وزارت کې له ۱۴۰۱ ل.ل کال څخه تر اوسه ۹۰ میلیون مسافر له یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول شوي دي. د ۲۵۰ ترانسپورتي شرکتونو لهخوا ۸۰ میلیون ټنه مالونه لېږدېدلي او ۲۲۰ زره موټر لېږدول شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې ته په ځانګړي توګه ترانسپورت او ترانزیت برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې افغانستان سیمه سره ونښلوي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي ويي، غواړي په هېواد کې د یو منظم ترانسپورتي او ترانزیتي سیستم له لارې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو زمینه برابرې کړي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي، چې دغه هېواد سیمه ونښلوي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده وايي: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، چې په لنډ ممکن وخت کې هېواد د سيمهييزې نښلونې پر مرکز بدل کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکو ويلي، له ازبکستان سره یې تړونونه لاسلیک کړي او هڅه کوي، چې له چین سره مستقیماً واردات او صادرات وکړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو زیاته کړې، چې په تېر یو نیم کال کې یې له ۹۰۰ څخه ډېر ترانسپورتي شرکتونه ثبت کړي او له څو خصوصي شرکتونو او ګاونډ هېوادونو سره یې د ځمکني ترانسپورت په برخه کې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي، چې یوه بېلګه یې د ځمکې له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ تګ راتګ دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه4 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
څار4 days agoڅار: په هرات کې د ملګرو ملتونو د کار ځنډولو علت
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د زلزلې د مخنیوي د حل لارو ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
