نړۍ
د تركيې په پلازمېنه كې ځانمرګي بريد دوه کسان ټپيان كړل
(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)
د راپورونو له مخې؛ یوه ځانمرګي بریدګر د یکشنبې پر ورځ د ترکیې د پلازمېنې انقرې په زړه کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه خپل چاودېدونکي توکي وچول.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دوهییم بریدګر له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت دغه برید «ترهګریز برید» بللی، ګې په کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي: دوه ترهګرو نن سهار ۹:۳۰ بجې په یوه سپک پوځي موټر کې د کورنیو چارو وزارت د امنیت عمومي ریاست د دروازې مخې ته راغلل او بمي چاودنه یې وکړه.
د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په X پاڼه کې لیکلي، چې وزارت ته نږدې په برید کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی نهدی.
دا له ۲۰۱۶ ز. کال راپدیخوا په ترکیه کې لومړۍ بمي چاودنه ده.