سوداگري
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت هرات ولایت ته د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو د اتحادیې د مشر پر مشرۍ د یوه پلاوي له سفر څخه خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړي، چې د ترکمنستان د دې پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ توازن، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ، د ودانیزو توکو په ځانګړي توګه د مرمر او سیخ د صادراتو په اړه د افغانستان د وړاندیز ارزول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ وده او پراختیا، د دواړو هېوادونو له چارواکو او د خصوصي سکټور له فعالانو او له سوداګریزو او صنعتي سیمو لیدنه ده.
د دې پلاوي دغه سفر؛ ترکمنستان ته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي له سفر وروسته، چې د افغان – ترکمن د سوداګریزو اړیکو د لومړي کنفرانس د پرانیستلو او له افغانستان څخه د ودانیزو توکو په ځانګړي توګه د مرمر او سیخ د صادرولولو په اړه، ترسره شوی دی.